کورپاڼه / اسلام / ښځه له څه شي پیدا شوې او باید څه ډول چلند ورسره وشي؟

ښځه له څه شي پیدا شوې او باید څه ډول چلند ورسره وشي؟

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: زما له لوري له ښځو سره د ښه چلند وصیت ومنئ، یقینناً ښځې له کږې پښتۍ څخه پیدا شوي او د پښتۍ ترټولو کږه برخه پاسنۍ وي، نو زما له لوري له ښځو سره د ښه چلند وصیت ومنئ.

الله تعالی ادم علیه السلام پخپلو لاسونو سره پیدا کړی او بیا یې د آدم علیه السلام له پښتۍ لومړنۍ ښځه حوا علیها السلام پیدا کړه نو د ښځې اصلي تخلیق له پښتۍ څخه دی.

په دې حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو سره د ښه چلند نصیحت کړی دی او ترڅنګ یې دا هم ویلي چې له ښځو سره ښه سلوک دې پورې اړه نه لري، چې تاسې یې ټولې خبرې او کړنې خوښې کړئ.

بلکې الله تعالی د ښځې په فطرت کې کوږوالی ایښي ځکه چې له کږې پښتۍ یې پیدا کړې، نو که چېرته د ښځې له لورې کوم تکلیف هم در ورسید باید ورڅخه تېر شئ.

“د پښتۍ ترټولو کږه برخه پورته وي” ددې مفهوم دا ګڼم چې د پښتۍ پاسنۍ برخه ترټولو کږه وي نو د ښځو پاسنۍ برخه (دماغو) کې هم کوږوالی وي، لکه څنګه چې په بل حدیث کې ښځو ته کم عقلې ویل شوي.

لکه څنګه چې ماشوم کم عقل وي همدغسې ښځه هم کم عقله وي نو له ښځې سره د ماشوم په څېر چلند وکړئ، پر وړاندې یې مه درېږئ، له ضد یې تېرېږئ او د وهلو پرځای یې په مینه او محبت د پوهولو هڅه وکړئ.

دا هم ولولئ

کعبه

د روژې په دوه لسیزو کې ۳ میلیونه کسان مسجد الحرام ته تللي

د سعودي عربستان د سپېڅلو جوماتونو اداره وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو …