کورپاڼه / جالب / د خوراک د خوراک په اړه نوې سروې او د خلکو په زړه پوري غبرګونونه

د خوراک د خوراک په اړه نوې سروې او د خلکو په زړه پوري غبرګونونه

اوسمهال په ټوله نړۍ کې د سبزیجاتو د استعمال لپاره ډېرې لارښوونې کېږي او دا یې د ډېرو بې شمېره روغتیایي ګټو لرونکي ګڼلي، خو پوښتنه داده هغه کسان چې د غوښې د خوراک عادت لري غوښه پرېښودل ورته څومره ستونزمن وي؟

ددې پوښتنې ځواب د انګلستان اوسیدونکو د یوې سروې له مخې ویلی دی. د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې په دې سروې کې اوه شپېته سلنه کسانو ویلي دي چې دوی د غوښې د پرېښودو پرځای مرګ ته ترجیح ورکوي.

د سروې له مخې خلکو وویل چې: ((د غوښې د پرېښودو پرځای موږ دې ته خوښ یو چې د خپل ژوند پنځه یا لس کاله قرباني ورکړو او ژر مړه شو خو د غوښې خوراک نه پرېښودو.))

د راپور له مخې ویل کېږي چې دا سروې د (ون پول) له لورې د (No Meat) په نوم د ادارې په لارښوونه ترسره شوه، چې څلویښت نارینه وو سبزیجات د ښځو خوراک وګاڼه او و یې ویل چې دا باید نارینه نه بلکې ښځې دې وخوري.

په سروې کې دیرش سلنه نارینه وو او دوه سلنه ښځینه وو وویل چې انسان د غوښې د خوراک لپاره جوړ شوی، دا یې طبیعت دی او نه شي بدلېدلی. دغه شل سلنه کسانو وویل که چېرته د غوښې په خوراک د قید سزا هم وټاکل شي نو قید خوښوي خو د غوښې خوراک نه پرېږدي.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …