کورپاڼه / خپلواک / احمد شاه بابا ته سپکاوى؟ په (پاني پت) فلم دې بندېز ولګي
احمد شاه بابا او سنجى دت

احمد شاه بابا ته سپکاوى؟ په (پاني پت) فلم دې بندېز ولګي

خپلواک وېبپاڼه (٤ نومبر ٢٠١٩): په هند کې د جوړ شوي فلم (پاني پت) انځورونه تازه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي او ښايي لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر يې سبا په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو، خو د دغه فلم له خپرېدو مخکې يو شمېر افغانانو غوښتنه کړې ده، چې په دغه فلم دې بندېز ولګول شي.

دغه فلم چې اشوتوش ګواريکر يې جوړوي، سنجي دت پکې د احمد شاه بابا او ارجن کپور پکې د سدا شيو راو بهاو رول لوبوي.


سنجي دت د دغه فلم خپل لومړنى انځور نن په خپل ټويټر اکاونټ کې خپور کړى و، چې ورسره يې ليکلي و، د احمد شاه بابا په رول کې. خو د دې تر څنګ نوموړي دا هم ليکلي و، چې په کوم ځاى د احمد شاه ابدالي سيورى پرېوت نو هلته مرګونه وشول.


دغه فلم د ستر افغان امپراتور احمد شاه بابا او د مرهټيانو ترمنځ د پاني پت پر مقام په جګړه باندې جوړ شوى دى، چې ډېرو لږو افغانانو ډېرو زياتو مرهټيانو ته يوه ستره او تاريخي ماته ورکړه.

د دغه فلم په پوسټر هم د نوم نه لاندې ليکل شوي دي چې (لوى خيانت) همدا راز په يو پوسټر بيا دا جمله هم ليکل شوې ده چې (هغه جګړه چې تاريخ يې بدل کړ.)

د هندي سينما وروستيو تاريخي فلمونو ته په کتلو، لکه کيساري، پدماوت او نور، چې په دغه فلمونو کې تاريخ مسخ شوى دى او د فلم جوړونکو پکې له ځانه د هنديانو د برترۍ او لوړتيا کيسې ورځاى کړي دي، له افغانانو سره دا تشويش پېدا شوى دى چې په دغه فلم کې به د احمد شاه بابا کردار هم په ډېر غلط ډول وړاندې شوى وي.


سر له اوسه افغانانو په ټولنيزو رسنيو د دغه فلم پر وړاندې غږ پورته کړى دى او ډېرى خلکو بيا د افغانستان د اطلاعات او کلتور له وزارت نه غوښتنه کړې ده، چې په رسمي ډول دې د دغه فلم په تړاو د هند حکومت ته شکايت وکړي او له هغوى دې غوښتنه وکړي چې په فلم کې د احمد شاه بابا کردار ته سپکاوى ونه شي.


په دغه فلم کې څومره رښتيا او څومره دروغ ورزيات شوي دي؟ دا خو به د فلم له خپرېدو وروسته معلومه شي، خو زيات احتمال دا دى چې په دې فلم کې به هم، لکه د نورو هندي تاريخي فلمونو په څېر هغه څه وړاندې شوې وي، چې هغه په تاريخ کې هېڅ ځاى ونه لري او هنديانو به پکې خپل ځانونه ستر ښکاره کړي وي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …