کورپاڼه / هنر او کلتور / سني لیون د کامیاب ګډ ژوند لپاره پنځه اصول ښودلي

سني لیون د کامیاب ګډ ژوند لپاره پنځه اصول ښودلي

د بالیووډ د فلمونو بېباکې اداکارې یا هنرمندې سني لیون د ښځې او خاوند ترمنځ د کامیاب ګډ ژوند لپاره پنځه اصول خپلو مینوالو ته ښودلي دي، نوموړې له خپل ډینیل ویبر سره یوځای د نڅا ویډیو پر انستاګرام خپره کړې او په سرلیک کې یې د ګډ لس کلن کامیاب ګډ ژوند پنځه اصول ښودلي دي.

د 24 نیوز د راپور له مخې ویل کېږي چې په دې ویډیو کې سني لیون او خاوند یې په ډېرې خوښې او مستۍ سره په نڅا کولو لیدل کېږي، خو ترڅنګ یې د کامیاب ګډ ژوند پنځه اصول هم ښودلي.

چې په دې پنځه اصولو کې لومړنی تل خبرې اترې کول، دویم د خوښې شېبې پلان کول، دریم په ګډه خواړه پخول، څلورم یو بل خوشحاله ساتل او پنځم د یو بل ستایل دي او ترڅنګ یې له مینوالو غوښتنه کړې چې له نورو سره شریک کړي.

د اداکارې سني لیون او ډینیل ویبر په ۲۰۱۱ کال سره واده وکړه، چې اوسمهال درې بچیان لري چې نیشا کور ویبر، نواح سنګ ویبر او اشیر سنګ ویبر نومېږي او دوی خوشحاله ژوند تېروي.

نوموړې پخپل پوسټ کې دا هم لیکلي دي چې دغه ویډیو یې په کور کې د کورونا د اړوندو حفاظتي تدابیرو په نېولو سره جوړه کړې ده.

دا هم ولولئ

نورا فاتحي

د نورا فاتحي یو مینه وال د هغې په نوم په خلکو خواړه وېشلي

د هندي فلمونو کاناډايۍ اداکارې او موډلې نورا فاتحي یو لېوني مین د هغې په …