کورپاڼه / بېلا بېل / هغه مسلمانان چې د ځمکې دننه په زرګونه فوټه ژورو کې روژه ماتوي

هغه مسلمانان چې د ځمکې دننه په زرګونه فوټه ژورو کې روژه ماتوي

د بوسنیا د زینیکا د ښار کان کیندونکو مسلمانانو په اړه د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي چې په اورېدونکي به یې د ټولو له ژبو د ستاینې کلمې وویل شي او هغه دا چې دغه کان کیندونکي د اوږدو ورځو او ګرمۍ سربېره بیاهم روژې نیسي او روژه ماتی له ځمکې په زرګونه فوټه په ژوروالي کې ترسره کوي.

د ډیلي ډان د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه خلک د روژې په مبارکه میاشت کې د نور په څېر عادي کار کوي او په دې میاشت کې له نورو کار کوونکو سره چې د نورو مذهبونو پیروان دي پېژندل کېږي.

راپورونه وایي چې دغه مسلمان کان کیندونکې روژې نیسي، ټوله ورځ نه څه خوري او نه څه څښي او کار کوي، کله چې ماښام شي ټول سره راټولېږي او له کور په راوړلو شویو ساده ډوډۍ د ځمکې له سطحې پنځه سوه میتره په ژورو کې روژه ماتوي.

دوی په ډېره سخته ګرمۍ کې له نورو کان کیندونکو سره سخت کار ترسره کوي، خو بیاهم وایي چې په روژه کې د داسې لوږې، تندې او ستړیا احساس نه کوي چې دوی یې زغم ونه لري.

یو مسلمان کان کیندونکی صالح ډوګلوډ وایي چې:((کوم مسلمان چې روژه نه نیسي دا ورته یوه ښه بهانه ده، خو موږ سخت کار کوو، د کان دننه سخته ګرمي هم وي خو بیاهم روژې نیسو او الله تعالی ددې هر څه د زغملو انرژي یا طاقت راکوي.))

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …