کورپاڼه / روغتيا / څېړونکو د سینې د سرطان ترڅنګ د نورو سرطاني ناروغیو د درملنې په اړه زېری ورکړی

څېړونکو د سینې د سرطان ترڅنګ د نورو سرطاني ناروغیو د درملنې په اړه زېری ورکړی

په امریکا کې د یوې نوې څېړنې له مخې د سینې د سرطان ترڅنګ د ډېرو نورو سرطاني ناروغیو د درملنې په اړه یوه نوې هیله پیدا شوې ده.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د امریکا د ورجینیا ایالت د کامن ویلیت پوهنتون د سرطان څانګې له لورې په یوه ترسره شوې څېړنه کې د سینې د سرطان سبب جوړېدونکی هورمون موندل شوی دی، ویل کېږي چې دغه هورمون د یاد مرکز څېړونکې چارلس کلیوینجر او ملګرو یې موندلی.

څېړونکي وایي چې د سینې د سرطان د سبب جوړېدونکي هورمون له موندنې به د سرطان د نورو ډولونو درملنه هم ممکنه شي.

له دې څېړنې په دې اړه هم شواهد ترلاسه شوي چې د سینې د سرطان د ودې سبب جوړېدونکی هورمون (پروکلیټین) په حقیقت کې د سینې د ودې سبب کېږي او د حمل پرمهال د مور په شېدو کې د ډېرېدو سبب هم ګرځي.

څېړونکو دغه هورمون د سینې د سرطان مهم سبب ګڼلی او زېری یې ورکړی دی چې دغه هورمون به د درملو په جوړولو کې ګټور تمام شي او د څو ډوله سرطاني ناروغیو درملنه به وکړي.

څېړونکي زیاتوي چې ددې هورمون د حجرو پر سطحه پروټین موجود وي، چې (رسیپټرز) ورته ویل کېږي چې د بیولوژیکي پیغامونو د ترلاسه کولو او لېږلو ترڅنګ د حجرو فعالیتونه هم ترتیبوي.

دا هم ولولئ

ډېر زیات خوله کیدل د کومو ناروغیو نښه ګڼل کېږي؟

خوله کیدل یوه طبیعي کړنه ده چې د بدن د یخ یا سوړ ساتلو ترڅنګ …