کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ای پي ايل: حېدراباد نن د دویم ځل لپاره ممبۍ سره مخ کېږي
راشد خان او کیرون پولارډ

ای پي ايل: حېدراباد نن د دویم ځل لپاره ممبۍ سره مخ کېږي

په هند تجارتي لیګ (ای پي ايل) کې د سنرایزرز حېدراباد لوبډله چې تر ټولو کمزورې روانه ده، نن به په روان لیګ کې د دویم ځل لپاره د ممبۍ انډینز لوبډلې سره مخ شي.

سنرایزرز حېدراباد او ممبۍ انډینز دواړو ۷-۷ لوبې ترسره کړې دي، خو حېدراباد یوازې ۱ لوبه ګټلې او په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده، خو ممبۍ بیا ۴ لوبې ګټلي دي او ۴مه لوبډله ده.

د اپریل په ۱۷مه د ای پي ایل نهمه لوبه کې هم د حېدراباد او ممبۍ لوبډله مخ شوې وه، چې ممبۍ پکې د ۱۳ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه، کیرون پولارډ په دغه لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې وه.

د حېدراباد د پرلپسې ماتو وروسته د یادې لوبډلې منیجمنټ ډیویډ وارنر له لوبډلمشرۍ لیرې کړ او پر ځای يې کین ویلیمسن لوبډلمشر وټاکل شو، په تېره لوبه کې وارنر ونه لوبېده، خو بیا هم حېدراباد بریا خپله نه کړای شوه.

د سنرایزرز حېدراباد احتمالي لوبډله: جوني بیریسټو، کین ویلیمسن، منیش پانډی، کیدار جادو، عبدالصمد، جېسن هولډر\محمد نبي، ویجی شنکر، راشد خان، بوینشور کمار، سندیپ شرما او خلیل احمد.

د ممبۍ انډینز احتمالي لوبډله: روهیت شرما (لوبډلمشر)، کوانټین ډي کوک، سوریا کمار یادو، هاردیک پانډیا، کرونال پانډیا، کیرون پولارډ، جیمس نیشام، دهاول کلکرني، راهول چاهار، جسپریت بومرا او ټرینټ بولټ.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …