کورپاڼه / روغتيا / د روژې په مبارکه میاشتې د خوب له کمښت څخه څنګه ځانونه وژغورو؟

د روژې په مبارکه میاشتې د خوب له کمښت څخه څنګه ځانونه وژغورو؟

د روژې د مبارکې میاشتې په پیلېدو سره زموږ د ورځني ژوند عادتونه تغیر خوري، د شپې تر ډېره د ویښ پاتې کېدو او د روژه ماتي او پیشلمي په تیارولو کې د خوب دورانیه کمېږي.

روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې باید په بشپړ ډول سره خوب وشي ترڅو دفاعي سیستم مو پیاوړی وي او بدن مو کمزوری نه شي. له یوې څېړنې له مخې ویل کېږي خوب د لوږې سیستم اغېزمنوي او د خوب کمښت د هغه دوو بدلونونو سره تړاو لري چې لوږه په کنترولونکو هورمونونو کې موندل کېږي او روژه نېول ستونزمنوي.

دفاعي سیستم:

له څېړنو موندل شوې چې دفاعي سیستم تر ډېره د کار کولو لپاره مناسب خوب ته اړتیا لري، چې د وبایي ناروغیو پر وخت مو باید لومړیتوب همدا وي، خو که چېرته په کمه اندازه خوب وکړو نو دفاعي سیستم مو کمزوری کېږي چې بیا د ناروغۍ سبب کېږي او په درملنه یې کې ډېر وخت ته اړتیا وي.

له اوو تر نهو ساعتونو خوب:

ویل کېږي چې بالغ کسان دې په ورځ کې له اوو تر نهو ساعتونو خوب وکړي، خو یوازې ساعتونو هم اړین نه دي بلکې د خوب معیار هم اړین ګڼل کېږي، که چېرته بشپړ او معیاري خوب وکړو نو بدن به چست او چالاک وي او د تازه والي احساس به وکړئ

د خوب لپاره تقسیم اوقات جوړ کړئ:

که چېرته تاسې د خوب کولو عادت جوړوئ یا د ورځې لخوا خوب کوئ نو باید په دې عادت ولاړ اوسئ، ددې لپاره له بېلابېلو لارو چارو ګټه اخیستلی شئ او خپل خوب معیاري کولی شئ، خو دا ستونزه شاید تر یوژ میاشتې پورې او د روژې په تېرېدو بېرته خپل حالت ته راځي.

دا هم ولولئ

ډېر زیات خوله کیدل د کومو ناروغیو نښه ګڼل کېږي؟

خوله کیدل یوه طبیعي کړنه ده چې د بدن د یخ یا سوړ ساتلو ترڅنګ …