کورپاڼه / روغتيا / د ښه او صحت مند ژوند لپاره غذایي رژیم نه بلکې کالوري کمه کړئ

د ښه او صحت مند ژوند لپاره غذایي رژیم نه بلکې کالوري کمه کړئ

د وزن د کمښت او د ښې روغتیا لپاره ګڼ شمېر خلک له غذایي رژیم څخه ګټه اخلي، خو روغتیایي کارپوهان دا چاره زیانمنه ګڼي، د کم وزن او د صحت مند اوسیدو لپاره باید په اعتدال سره خوراک وشي او په خوراکي توکو کې کالوري کمه شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د وزن کمولو، د زړه د روغتیا او د بدن د غړو د فعالیتونو د ښه کولو لپاره له غذایي رژیم پرځای هر ډول د دسترخوان برخه وګرځوئ خو له اعتدال څخه کار واخلئ او له بازاري او پروسیس شوو خوړو څخه باید ډډه وشي او کورني ساده خواړه وکارول شي.

دوی وایي چې په ساده خوړو کې د روغتیا او د اوږد ژوند راز پروت دی، د سپینو اوړو پرځای د ژرندې له اوړو ګټه واخلئ په ورځني ډول له دوو خوراکونو سره سلاد هم وخورئ او له بېلابېلو خامو سبزیجاتو لکه ګازرو، مولیو، پیازو، رومیانو او پالک وکاروئ.

دغه راز په ساده او کورنیو خوړو کې کالوري لږه وي او په استعمال سره یې د وینې لوړ فشار، د وینې لوړ شکر، د ملا پر شاوخوا اضافي وازده تر ډېره کمېږي. له څېړنې ثابته شوې که چېرته ځوانان او د منځني عمر لرونکي کسان د غذایي رژیم پرځای د کالورۍ استعمال کم کړي نو په دې سره یې هم وزن کمېږي او هم یې د ژوند د اوږدېدو سبب کېږي.

خو باید په یاد ولرو چې د ښې روغتیا لپاره باید په ورځني ډول په منظم ډول صحت مند خواړه استعمال کړو لکه تازه مېوې، سبزیجات، سپینه او سره غوښه، وچې مېوې، زړي، لوبیا او نور.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …