کورپاڼه / هنر او کلتور / ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر ژوند او ماشومتوب په اړه ویلي، چې په ښوونځي کې به نورو ماشومانو نوموړی انجلۍ ګڼله.

ډوین جانسن چې اوس له ریسلینګ څخه تقاعد اخیستی د یوې مرکې پرمهال وایي چې د نرم طبیعت، ځانګړتیاوو او ویښتانو په سبب به ډېر وخت ورڅخه په ښوونځي هلکانو پوښتنه کوله چې هلک یې او که انجلۍ.

نوموړی د خپل تېر ژوند د خاطرو په لړ کې یوه خاطره را په یادوي او وایي چې یو ځل په یو نوي ښوونځې کې یې داخله وکړه او یوازې له ثانیو وروسته ورڅخه یو هلک پوښتنه وکړه چې انجلۍ یې او که هلک یې.

ډوین جانسن په راتلوونکي کې په ولسمشریزو ټاکڼو کې د برخې اخیستنې په اړه وایي، که چېرته ډېر خلک دا غواړي نو ضرور پکې ګډون کوي، نوموړی وایي چې: ((زما غوښتنه، موخه او زه غواړم چې د امریکا اوسیدونکي سره متحد کړم، که چېرته د خلکو غوښتنه هم دا وي، نو یې برخه پکې اخلم.))

د یادولو وړ ده چې ډوین جانسن له دې وړاندې هم د مرکو پرمهال ویلي ول چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخیستلو ته لیواله دی.

دا هم ولولئ

سني لیون د کامیاب ګډ ژوند لپاره پنځه اصول ښودلي

د بالیووډ د فلمونو بېباکې اداکارې یا هنرمندې سني لیون د ښځې او خاوند ترمنځ …