کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ای پي ایل ۲۰۲۱ سیالۍ د کورونا له امله وځنډول شوې
محمد نبي او راشد خان

د ای پي ایل ۲۰۲۱ سیالۍ د کورونا له امله وځنډول شوې

د هند کرکټ بورډ د کورونا ویروس پېښو له زیاتېدو وروسته د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) پاتې ټولې سیالۍ تر نامعلومه نېټې پورې وځنډولې.

دا پرېکړه وروسته له هغې واخیستل شوه، چې د سنرایزرز حېدراباد وریدیمان ساها او د ډيلي کاپیټلز امیت مشرا تازه په کورونا ویروس اخته شوي دي.

که څه هم د هند کرکټ بورډ د ای پي ایل لپاره ډېر سخت تدابیر نیولي و، خو تېره ورځ د کلکته نایټ رایډرز دوه لوبغاړي په کورونا اخته شو، چې له امله يې پرونۍ لوبه هم وځنډول شوه.

همدا راز پرون بیا د چینای سوپر کنګز درې کسان هم په کورونا اخته شو، چې له امله يې د هغوی راتلونکې لوبه هم وځنډول شوه، خو نن د تازه پېښو له ثبتېدو وروسته د ای پي ایل ټولې سیالۍ وځنډول شوې.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ايل په اړه دا خبرې هم کېدې، چې ښايي ټول په يو ښار هم په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو د اوس لپاره نور هېڅ هم نه دي ويل شوي.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …