کورپاڼه / اسلام / که چېرته له وخته وړاندې په تېروتنې سره روژه ماته شي روژه کېږي او که قضا به یې راوړي؟

که چېرته له وخته وړاندې په تېروتنې سره روژه ماته شي روژه کېږي او که قضا به یې راوړي؟

روژه د اسلام له پنځو بناوو څخه دریمه بناء ده او له پنځو بناوو څخه موخه داده چې اسلام په دې پنځو ستنو ولاړ دی، خو موږ د دریمې ستنې یعنې د روژې په اړه خبرې کوو.

روژه د کال له دولسو میاشتو څخه یوه ځانګړې میاشت ده، چې د فضلیت په اړه همدا ویل بسنه کوي، چې ددې میاشت اجر او ثواب الله تعالی پخپله بنده ته ورکوي، خو روژه د نورو اصولو ترڅنګ په یو ټاکلي وخت کې نېول کېږي، نو راځئ چې په دې اړه یوه پوښتنه او ځواب ولولو:

پوښتنه: په تېروتنه سره له لمر لویدو دمخه په یو جومات کې د ماښام آذان کېږي، چې په دې سره د سیمې ټولو خلکو روژه ماته کړه، خو وروسته بیا خلک په دې پوه شول چې روژه یې له وخته وړاندې ماته کړې، نو آیا دا روژه یې کېږي او که راګرځول یې واجب دي؟

ځواب: له لمر لوېدو دمخه روژه ماتول سمه کړنه نه ده، په تېروتنې سره له وخته دمخه روژه ماتول د روژې صحت له منځه وړي او وروسته یې قضا راوړل اړین وي.

په عام ډول د لمر له لویدو یا غروب وروسته آذان کېږي، چا چې له وخته وړاندې په شوي آذان روژه ماته کړه، هغوی به د روژې له میاشتې وروسته قضایي راوړي.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …