کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: له مور څخه نوي زېږېدلي ماشوم ته د ایډز د لېږدولو د مخنیوی طریقه موندل شوې

څېړنه: له مور څخه نوي زېږېدلي ماشوم ته د ایډز د لېږدولو د مخنیوی طریقه موندل شوې

د یوې نوې څېړنې له مخې ساینسپوهانو یوه داسې د درملنې طریقه موندلې ده، چې د مور په وینه کې د موجود (HIV) یاهم د ایډز د لوی کچې د فشار د مخنیوي لپاره وکارول شي او ماشوم ته به یې لېږدول ودرول شي.

د ویل کارنیل د درملو او ډیوک پوهنتون یوې څېړونکې ډلې ددې لپاره څېړنې ترسره کړې ترڅو معلومه کړي چې د مور له رحم څخه د ایډز انتان ولې ځینو ماشومانو ته لېږدول او ځینو ته نه لېږدول کېږي

خو له نیکمرغه اوسمهال څېړونکو ددې ستونزې حل ترلاسه کړی او یوه داسې طریقه یې موندلې چې په مرسته یې له میندو څخه نوو زېږېدلو ماشومانو ته د سرطان د انتقال مخنیوی کېږي.

څېړونکي وایي چې له یوې طریقې څخه اوس ممکنه ده چې دا وړاندوینه وشي چې له مور څخه نوي زېږیدلي ماشوم ته ایډز لېږدول شوی او که نه او ددې څرګندونه کوي چې څه ډول یې مخنیوی وشي.

د یادولو وړ ده چې ایډز یوه داسې وایروسي ناروغي ده چې بدن ته په داخلیدو سره دفاعي سیستم له منځه وړي او وړه ـ وړه ناروغي هم خطرناک شکل اختیاروي، دغه ناروغي د یوځای کېدو او د وینې له ورکړې سره نورو ته لېږدول کېږي او په تشو متیازو، لیاړو، اوښکو او خوله کې هم موندل کېږي.

دا هم ولولئ

که غواړئ د زړه له ناروغیو وژغورل شئ نو له دې غذایي توکو له استعمال ډډه وکړئ

نن سبا د خلکو د ژوند طرز، طریقه او خوراکي توکي ددې سبب کېږي چې …