کورپاڼه / روغتيا / پر پوستکي د داغونو پیدا کېدل او سببونه یې

پر پوستکي د داغونو پیدا کېدل او سببونه یې

په طبیعي ډول د انسان پوستکی ټول یو ډول رنګ لري، خو په ځینو روغتیایي حالاتو کې بیا داسې نه وي، په بغل یا تخرګونو او نورو ځانګړو ځایونو کې داغونه پیدا کېږي.

دغه داغونو خو د کومې خطرناکې ناروغۍ نښه نه وي، خو د انسان پر شخصیت اغېزې ښیندلی شي، چې دې ته د طب په ژبه کې (Acanthosis nigricans) ورته وایي او په هغه ځایونو چې دغه داغونو راښکاره کېږي عبارت له تخرګونو، ورمېږ، د پښو ترمنځ، د نو لاندې، څنګلې او زنګون.

خو پوښتنه داده چې دا ولې رامنځته کېږي؟ ویل کېږي چې دغه داغونو نسل، روغتیا او جینیټکي تاریخ پورې اړه لري. د پوستکي رنګ د ملانایټس حجرو پورې اړه لري او کله چې دغه حجرې ډېرې شي نو د پوستکي رنګ تېزوي.

له دې روغتیایي ستونزې سره هر څوک مخ کېدلی شي، خو ځینې کسانو ته یې ډېر خطر وي، که چېرته ستاسې والدین، خور، ورور یا کوم بل خپلوان کې دغه ناروغي یا ستونزه شتون ولري نو تاسې هم په ارثي توګه پرې اخته کولی شي.

دغه راز په نورو سببونو کې یې د غیر ضروري ویښتانو پاکول هم شامل دي، له څېړنو ثابته شوې چې بیا بیا ځلې د غیر ضروري ویښتانو پاکول د میلانوسایټس حجرو ته ډېروالی ورکوي او چاغښت، د شکر دویم ډول، ځانګړي درمل او سرطان یې هم په سببونو کې شامل دي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …