کورپاڼه / خبرونه / د سعودي عربستان چارواکو د حجر الاسود ترټولو نږدې عکس اخیستی

د سعودي عربستان چارواکو د حجر الاسود ترټولو نږدې عکس اخیستی

د سعودي عربستان د اصلاعاتو وزارت د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه عکس یې د ۴۹ زره میګاپکسله نږدې اخیستل شوی، چې دا په تاریخ د لومړي ځل لپاره د حجر الاسود شفاف عکس دی.

د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزارت وایي چې حجر اسود د جنت ډبره ده او ۴۹ زره میګاپکسله تصویر یې جوړ شوی، چې له مخې څرګندېږي چې جنت به څومره ښکلی وي.

په دې عکس کې د فوتوګرافۍ نوی تخنیک (فوکس سټیک پینورما) استعمال شوې، چې له مخې یې کوچني ـ کوچني عکسونه یوځای کېږي او یو غټ واضح عکس جوړوي ددې عکس په اخیستلو اوه ساعته او په یوځای کولو یې پنځوس ساعته وخت مصرف شوی دی.

د حجر اسود مانا توره ډبره ده چې د کعبې شریفې په جنوب ختیځ دېوال کې لګېدلې ده، چې درې غټې او بې شمېره کوچنۍ ټوټې لري او په دوه نیمه فوټه قطر کې په دایروي ډول یوځای شوې او شاوخوا یې د سپینو زرو ګرد چوکاټ لګول او د حج او عمر د طواف پر وخت هرې ځلې حجر اسود ښکل کېږي.

کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام او زوی یې اسماعیل علیه السلام کعبه شریفه جوړوله نو حضرت جبرایل علیه السلام حجر اسود له جنته راوړه او ابراهیم علیه السلام په کعبه کژ نصب کړه.

چې بیا رسول الله په پنځه دیرش کلنۍ کې هغه وخت چې کعبه شریفه بیا آبادېدله، د قریش د جنجال د ختمولو لپاره پخپله په کعبه شریفه کې کېښودله. په ترمذي شریف کې یې په اړه راځي چې دا د جنت د یاقوتو ډبره ده چې الله تعالی یې نور ختم کړی او دنیا ته را استولې ده، که چېرته یې نور نه و ختم شوی نو ختیځ او لویدیځ به یې په روښنایۍ منور کړی و، کله چې راښکته شوه نو تکه سپینه وه خو د انسانانو ګناهونو توره کړې ده.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …