کورپاڼه / جالب / د بلجیم حکومت دوه ویشت زره ټوپکونه او نورې وسلې اوبه کړې

د بلجیم حکومت دوه ویشت زره ټوپکونه او نورې وسلې اوبه کړې

د بلجیم حکومتي ادارو په زرګونه ټوپکونه او وسلې په یوه بټۍ یا داش کې اوبه کړي او اوسپنه یې ورڅخه ترلاسه کړې.

راپورونه وایي چې دې هیواد دوه ویشت زره ټوپکونه او نورې وسلې له ټول هیواد څخه راټولې کړي او کله چې یې په یوه بټۍ یا داش کې اوبه کړې نو شپېته ټن خامه اوسپنه یې ورڅخه ترلاسه کړه.

ددې وسلو په اړه ویل کېږي چې دا وسلې پولیسو ته سپارل شوې او ډېر یې د هغه بزګرانو وې چې په میراث کې ورته پاتې وې، خو اوسمهال یې ورته اړتیا نه لرله.

د ایسټ فلینډرز ایالت وایي کرینا وان کاوټر پخپل بیان کې ویلي چې په دې وسلو کې نیمایي یې د پولیسو هغه وسلې وې چې زړې شوې وې.

نوموړ وایي چې:((زه ډېر خوښ یم چې زموږ په ټولنه کې په دومره ډېره اندازه وسله کمه شوه، د وسلو مجموعي شمېر دوه ویشت زره، څلور سوه، اوه پنځوس دی، له دې داسې ښکاري چې زموږ ټولنه امن دی او وسلې ته اړتیا نه لري.))

دا ټولې وسلې په موټر کې یو ټاکلی ځای یا بټۍ راوړل شوې او هلته د تودوخې په مرسته اوبه شوې، چې درې ورځې وخت یې ونېوه.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …