کورپاڼه / جالب / نوي (۹۰) کلنې زړې ښځې بالاخره د خپل نوم لیکل زده کړل

نوي (۹۰) کلنې زړې ښځې بالاخره د خپل نوم لیکل زده کړل

د ترکیې یوې د ډېر عمر لرونکې اوسیدونکې ثابته کړې چې د علم یا پوهې د ترلاسه کولو لپاره عمر شرط وي، ځکه چې دې ښځې په نوي کلنۍ کې د خپل نوم لیکل زده کړل.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه ښځه ازمي ارسلان نومېږي، اوه اولادونه او نوولس لمسیان او لمسیانې لري، ازمي ارسلان وایي هغه وخت یې ډېر د خوښۍ احساس وکړ چې خپل نوم پخپله ولیکه.

ازمي ارسلان د ترکیې په لویدیځ ولایت دینیزلي کې اوسېږي او خپل نوم لیکل یې د ډېر عمر لرونکو ته د زده کړې په ټولګي کې زده کړ.

نوموړې د خپل نوم د لیکلو او لوستلو لپاره دوه میاشتې زده کړې وکړې او د خپل ماشومتوب په اړه وایي چې له ډېرو سختو اقتصادي ستونزو له امله یې پلار ښوونځي ته نه لېږله.

ازمي وایي چې د زده کړې لپاره عمر شرط نه وي، بلکې د ژوند په هره مرحله کې خپل علم ډېرولی شئ، ځکه چې ترڅو چې انسان ژوندی وي د زده کړې عمل به تل همداسې دوام ولري. انسان باید تل د نوو شیانو د زده کولو هڅه وکړي ترڅو ژوند یې یو نه یو مقصد پیدا کړي.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …