کورپاڼه / روغتيا / د روژه ماتي پرمهال د سړو اوبو څښل کولمو او خېټې ته د وینې په رسونه خنډ پیدا کوي

د روژه ماتي پرمهال د سړو اوبو څښل کولمو او خېټې ته د وینې په رسونه خنډ پیدا کوي

روغتیایي کارپوهان وایي چې د روژه ماتي پرمهال د یخو یا سړو اوبو څښل کولمو او خېټې ته د وینې د رسونې مخه نیسي او د خیټې د درد او د هضم ستونزې زېږوي.

ویل کېږي چې د روژې په مبارک میاشت ډېر خلک د هضم له ستونزو، د غټې کولمې او د خېټې له درد، سوخت او د زړه بدوالي له ستونزو سره مخ کېږي، چې دا ټول په روژه ماتي او پیشلمي کې په خوراک کې د بې احتیاطي په سبب وي او له روژه ماتي وروسته د خوږو شیانو خوړل د بدن وازده یا غوړ دوه برابره کوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې پیشلمي د ډېرو اوبو څښل ګردې مجبوروي چې دوه برابره کار وکړي، متیازې ډېرېږي او د ورځې لخوا تنده هم ډېرېږي، نو باید اوبه ورو ورو او لږې وڅښل شي.

دغه راز تازه سلاد باید وخوړل شي او له روژه ماتي وروسته د چای یا کافي څښل د کلسیم او اوسپنې په جذبولو کې خنډ رامنځته کوي، نو چای باید لږ تر لږه له ماښامي دوه ساعته وروسته وڅښل شي او ډېر غوړ لرونکي او نشاسته لرونکي توکي باید استعمال نه شي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي چې لومړی باید خوراک ته ځان تیار شي، یعنې خرما یا ښوروا وخوړل شي او وروسته دې بیا خوراک وشي، خو د روژه ماتي پرمهال د یخو اوبو څښل کولمو او خېټې ته د وینې په رسونه کې خنډ رامنځته کوي او د درد او د هضم ستونزې راولاړوي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …