کورپاڼه / جالب / ناوې او زوم د ګرځبندیز له اصولو سرغړونه کړې، پولیسو ورته د موټر له ټایرونه هوا ایستې

ناوې او زوم د ګرځبندیز له اصولو سرغړونه کړې، پولیسو ورته د موټر له ټایرونه هوا ایستې

په هند کې د کورونا وایروس د خپرېدو په سبب په ډېر لږ شمېر ودونو ته اجازه ورکړې، خو ددې هرڅه سربېره بیاهم خلک له اصولو سرغړونه کوي، چې پولیسو په همداسې مراسمو کې د ناوې او زوم د موټر له ټایرونو هوا ایستې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د مدیا پردیش ایالت پولیس د یو واده په وروستیو کې د ناوې او زوم موټر درولی او د ګرځبندیز له اصولو یې د سرغړونې په سبب ورته له ټایرونه هوا ایستې.

د یادولو وړ دی چې د مدیا پردیش په ایالت کې د کورونا وایروس د خپرېدو په سبب سخت ګرځبندیز لګېدلی.

د مدیا پردیش ایالت د لومړي وزیر شیوراج سنګ چوهان له لورې په خپرو شوو لارښوونو کې چې د واده مراسمو ته دې د کور دننه میلمانه دعوت شي، خو خلک بیا له دې اصولو سرغړونه کوي.

په دې اړه یو سیمه ییز پولیس وایي چې د واده مراسمو به له اصولو سره سم ترسره کېږي او په بېړنیو حالاتو کې به له کوره راوځي او هغه کسان چې بهر راوځې او د ګرځبندیز له اصولو سرغړونه کوي سزا به ورکړل شي.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …