کورپاڼه / هنر او کلتور / دپیکا پاډوکون او کورنۍ يې په کورونا اخته شوه
دپيکا پاډوکون

دپیکا پاډوکون او کورنۍ يې په کورونا اخته شوه

د هندي سینما مشهورې او ښایستوکې هنرمندې دپیکا پاډوکون او د هغې د پلار، مور او خور د کورونا ویروس ټېسټونه هم مثبت راغلي دي او ټول په ویروس اخته شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، دپیکا پاډوکون چې اوسمهال په بېنګلور کې د خپلې کورنۍ سره ده، د کورونا ویروس ټېسټ یې مثبت راغلی دی. له هغې مخکې د هغې د پلار، مور او خور د کورونا ټېسټونه سهار مثبت راغلي و.

تېره میاشت دپیکا پاډوکون د خپل خاوند رنویر سینګ سره په ممبۍ هوايي ډګر کې لیدل شوې وه، چې دواړه بېنګلور ته روان و، تر څو یو ځای له خپلې کورنۍ سره ګډ وخت تېر کړي.

د دپیکا پاډوکون مور و پلار څو ورځې په روغتون کې هم بستر شوي و، خو د دپیکا پاډوکون په اړه دا معلومات نه دي ورکړل شوي، چې هغه په کور کې کرنټین ده او که روغتون کې بستر ده.

د يادولو وړ ده چې دپیکا پاډوکون په اوس وخت کې د هندي سينما یو تر ټولو مخکښه هنرمنده ده، چې د نورو ښځينه هنرمندانو څخه زیاتې پېسې اخلي او له شاه رخ خان سره په (پټان) فلم کې کار کوي چې دا فلم به په ۲۰۲۲ کال کې نندارې ته وړاندې کېږي.

دا هم ولولئ

سني لیون د کامیاب ګډ ژوند لپاره پنځه اصول ښودلي

د بالیووډ د فلمونو بېباکې اداکارې یا هنرمندې سني لیون د ښځې او خاوند ترمنځ …