کورپاڼه / خپلواک / افغانستان د ويسټ انډيز پر وړاندې په بريا پيل وکړ
افغان لوبډله ١

افغانستان د ويسټ انډيز پر وړاندې په بريا پيل وکړ

خپلواک وېبپاڼه (٤ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په هند کې سيالۍ د نومبر په ٦مه نېټه پيلېږي، خو تر هغې مخکې نن د افغانستان يوولس کسيزې او د ويسټ انډيز يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ يوه تمريناتي لوبه ترسره شوه، چې افغان لوبډلې پکې د ويسټ انډيز لوبډلې ته په ٤ ويکټو ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شوه، په پيل کې د لوبې پچه د ويسټ انډيز يوولس کسيزې لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د ويسټ انډيز يوولس کسيزې لوبډلې په ٣٨.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١٥٦ منډې وکړې او د افغانستان يوولس کسيزې لوبډلې ته يې د ١٥٧ منډو هدف وټاکه.افغانستان او ويسټ انډيز

د ويسټ انډيز يوولس کسيزې لوبډلې له لوري روسټن چېس ٤١، جېسن هولډر ٣١ او ايوين لويس ٢٤ منډې وکړې، همدا راز د افغانستان يوولس کسيزې لوبډلې له لوري نوين الحق ٣، شرف الدين اشرف ٣، ګلبدين نايب ٢، يمين احمدزي ١ او کريم جنت هم ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٥٧ منډو هدف د افغانستان يوولس کيزې لوبډلې په ٣٤.٥ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او تر رسمي سياليو پيلېدو وړاندې يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته په تمريناتي لوبه کې ماته ورکړه.

د افغانستان يوولس کسيزې لوبډلې له لوري رحمت شاه ٤٧، نجيب الله ځدراڼ ٤٠، اصغر افغان ٣٣ ناسوځېدلې او ګلبدين نايب ٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.رحمت شاه

د يادولو ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه به د نومبر په ٦مه نېټه ترسره شي او همدا راز د درې يو ورځنيو، درې شل اوريزو او يوازيني ټېسټ سيالۍ به د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …