کورپاڼه / سياست او روانې چارې / یو بل پاکستاني ملا خپلې توکلې لاړې وڅټلې
پاکستانی ملا

یو بل پاکستاني ملا خپلې توکلې لاړې وڅټلې

په پاکستان کې د ملایانو څه ارزښت دی؟ په پاکستان کې ملایان څومره زور لري؟ په پاکستان کې د ملایانو څومره درناوی کېږي؟ او په پاکستان کې ملایان څومره په خپل ایمان کلک او ټینګ دي؟ د دې په اړه به تاسې ته په دې وروستیو کې ډېر ښه معلومات شوي وي.

د مفتي سردار علي حقاني په نوم یو ملا، چې په دې وروستیو کې ډېر زیات مشهور شو او په (توجوو) هم وپېژندل شو، د کورونا، ښځو، ډاکټرانو او حکومت په تړاو يې ځینو څرګندونو زندان ته ورساوه او مخکې چې يې ان د ځان د ټوټې کولو او شهادت ارمان درلود، د پولیسو له نیولو وروسته يې په ژړغوني غږ ویل، چې پولیسو ورسره بد چلند کړی دی.

له مفتي سردار علي حقاني وروسته د یو بل پاکستاني ملا چې عبدالماجد نومېږي، په جومات کې د تقریر پر مهال وايي، چې زه حکومت او کورونا نه منم او هېڅوک ماته دا ونه وايي، چې خېر دی حکومت دی، زه نه حکومت منم، نه کورونا منم.

خو کله چې پولیسو ونیولو، نو بیا يې په خپله ویډیو کې وویل، چې مانه کوم څه د کورونا او حکومت په اړه ویل شوي دي، زه په هغې ډېره بخښنه غواړم، کورونا یو حقیقت دی چې زموږ د اعمالو له وجې راغلې ده.

له دې څخه په واضحه توګه ښکاره کېږي، چې پاکستاني ملایان یوازې د خبرو خلک دي او د يو پولیس پر وړاندې بيا ان له خپل دین او ایمانه هم تېرېږي، خو د زور يې نه لري، همدا راز د يو پولیس پر وړاندې يې هم ملا او عالم هېڅ درناوی نه لري او که هر ډول وغواړي، هغه عمل ورسره کولای شي.

دا هماغه پاکستاني ملایان دي چې سهار او ماښام په افغانستان کې د جهاد په اړه تقریرونه کوي، خو په خپل ملک کې بيا یوازې د کورونا په اړه د خبرو له وجې داسې وشرمول شول، چې خپلې توکلې لاړې يې بېرته په ټیټو سرونو وڅټلې.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …