کورپاڼه / جالب / په هند کې له ګرځبندیز څخه د سرغړاوي په زړه پورې سزا+ویډیو

په هند کې له ګرځبندیز څخه د سرغړاوي په زړه پورې سزا+ویډیو

په هند کې د کورونا وایروس د خراب وضعیت په پام کې د نېولو سره ګرځبندیز لګېدلي، چې ځینو ځوانانو ورڅخه سرغړونه کړې او د سرغړاوي په بدل کې یې په زړه پورې سزا ورکړل شوې او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه په زړه پورې پېښه د هند په اندور ښار کې رامنځته شوه او حکومتي کارکوونکو د ګرځبندیز څخه د سرغړاوي په سبب له ځوانانو چونګښې جوړې کړې او د ډول له آواز سره به یې ټوپونه وهل.

په ویډیو کې داسې منظر لیدل کېږي لکه د چونګښو سیالي چې وي، خو ځینو کسانو د دا ډول سزا په ورکولو پر پولیسو نېوکي کړي، خو ځینو بیا ویلي چې د خلکو د سمولو لپاره داسې سزاګانې اړینې وي.

پولیس وایي چې دا هغه کسان دي چې د ګرځبندیز له اصولو یې سرغړونه کړې او پرته له اړتیا به په کوڅو کې ګرځیدل.

په دې کسانو کې داسې کسان هم ول چې په موټر کې له ټاکل شوي شمېر ډېر ناست ول او ګرځیدل، چې بیا پولیسو پرې غبرګون وښود او په زړه پورې سزا یې ورکړه.

 

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …