کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ای پي ايل څخه بهرني لوبغاړي سبا خپلو خپلو هېوادونو ته ستنېږي، خو اسټرالیایان بند پاتې دي
ډيويډ وارنر

ای پي ايل څخه بهرني لوبغاړي سبا خپلو خپلو هېوادونو ته ستنېږي، خو اسټرالیایان بند پاتې دي

د هند تجارتي لیګ (ای پي ايل) له ځنډېدو وروسته اوس لوبغاړي د بایوببل څخه راوځي او د ۴ لوبډلو څخه به لوبغاړو بېرته خپلو کورونو او خپلو هېوادونو ته هم ستانه شي.

هغه څلور لوبډلې چې په هغوی کې کوم لوبغاړی په کورونا نه دی اخته شوی، اجازه ورته ورکړل شوې ده چې لوبغاړي يې خپلو کورونو او خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

خو هغه لوبډلې چې ځينې کسان پکې په کورونا اخته شوي و، دا ټولې لوبډلې به تر څو ورځو پورې کرنټین وي او له هغه وروسته به بیا خپلو خپلو هېوادونو او کورونو ته يې لوبغاړي ستانه شي.

راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان د سنرایزرز حېدراباد لوبډل سره دي، چې په دغه لوبډله کې وریدیمان ساها په کورونا ویروس اخته شوی دی، نو د دوی لوبډله به ښايي چې تر يوې اونۍ پورې کرنټین وي.

هغه بهرني لوبغاړي چې په ای پي ایل کې يې ګډون کړی دی، خپلو هېوادونو ته ستنېږي، چې بیا په خپلو هېوادونو کې کرنټین وي، خو اسټرالیا له هند سره تګ راتګ بند کړی دی او همدا راز دا اعلان يې هم کړی دی چې هند ته تللي اسټرالیایان هم بېرته نه شي کولای چې خپل هېواد ته ورشي.

نو ښايي د اسټرالیا حکومت د دې اعلان له وجې د اسټرالیا هغه مشهور لوبغاړي چې ای پي ايل کې و، همدلته په هند کې پاتې شي، یا هم کومو نورو هېوادونو ته لاړ شي، ځکه چې د اوس لپاره خپل هېواد ته نه شي تللی او یا به هم دې ته په تمه ناست وي، چې د اسټرالیا حکومت بېرته د ورتګ ځانګړې اجازه ورکړي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …