کورپاڼه / خبرونه / پاکستان کې لوبغاړو ته د ماشومانو د زېږېدو پر مهال رخصتي او معاش دواړه ورکول کېږي
پاکستان ملي لوبډله

پاکستان کې لوبغاړو ته د ماشومانو د زېږېدو پر مهال رخصتي او معاش دواړه ورکول کېږي

د پاکستان کرکټ بورډ په خپله تازه پالېسۍ کې دا زیاتونه هم کړې ده، چې لوبغاړو ته به د ماشومانو د زېږېدو پر مهال رخصتي او معاش دواړه ورکول کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، دا پاليسي نوې جوړه شوې ده چې د نارینه او ښځينه لوبغاړو لپاره ده او هغه لوبغاړي پکې شامل دي چې د پاکستان لپاره لوبېږي، چې د حمل او همدا راز د ماشوم د زېږېدو پر مهال به رخصت او معاش دواړه اخلي.

د ښځينه لوبغاړو چې له کله ماشوم په خېټه شي، نو بیا به د ماشوم تر زېږېدو او له هغه وروسته هم رخصت وي او معاش به هم ورکول کېږي او همدا راز د دې په بدل کې به یو بل کال هم قرارداد ورکول کېږي.

د ښځينه لوبغاړو د ماشوم له زېږېدو او رغېدو وروسته یو ځل بیا کرکټ تمرینات پيلوي او همدا راز کله چې بهر په سفر ځي، نو د ماشوم د پاملرنې لپاره به یو کس هم له ځان سره بیولی شي.

نارینه لوبغاړي چې بيا کله د ماشوم پلار شي، نو دوی ته به یوه میاشت رخصت ورکول کېږي او د یوې میاشتې معاش به هم ورته ورکول کېږي، خو دوی به دا رخصت د ماشوم د زېږېدو په ۵۶ ورځو کې دننه ترلاسه کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي ريیس وسیم خان په دې اړه رسنیو ته ويلي دي، چې موږ ته پکار دي چې د خپلو لوبغاړو پوره پام وساتو او دا نوې پالېسي په همدې خاطر جوړه شوې ده، چې دوی ته د ژوند په نورو برخو کې اسانۍ رامنځته شي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …