کورپاڼه / بېلا بېل / هغه یوټیوبر چې د ۴۰ ورځو لپاره يې د لوږې او تندې تېرولو تجربه کوله، مړ شو
وایګر نوسکي

هغه یوټیوبر چې د ۴۰ ورځو لپاره يې د لوږې او تندې تېرولو تجربه کوله، مړ شو

په روسیه کې یو ویلاګر (یوټیوبر) غوښتل چې ۴۰ ورځې د لوږې تېرولو تجربه وکړي، د ډېرې تندې نه يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روسي رسنیو د راپورونو په وېنا، د روسيې اوسېدونکي دې ویلاګر ویټي وایګر نوسکي په خپل یوټیوب چېنل کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې هغه ۴۰ ورځې پرته له دې چې څه وخوري یا وڅښي، ژوندی پاتې کېدای شي.

د خپلې دې ادعا د رښتیا کولو لپاره وایګر نوسکي د مارچ په میاشت کې د لوږې او تندې تېرولو مشن پيل کړ، چې په دې کې هغه ناکامه شو او خپل ژوند يې هم له لاسه ورکړ.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ویلاګر د خپل دې مشن پوره کولو لپاره ځنګل ته تللی و او هلته يې ژوند غوره کړی و. د وایګر نوسکي په دې ادعا خلک هم ډېر حېرانه شوي و او ډېری خلکو ورته مشوره ورکړې وه، چې دا تجربه دې نه کوي، ځکه چې ګرانه به ورته تمامه شي.

په راپور کې زياته شوې ده، چې ویلاګر د ډېرې لوږې او تندې له ګرځېدلی نه شو او همدا وجه ده چې هغه خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …