کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان: په مدینه ښار کې د (يوازې مسلمانانو لپاره) بورډونه لیرې شو
مدینه ښار

سعودي عربستان: په مدینه ښار کې د (يوازې مسلمانانو لپاره) بورډونه لیرې شو

د سعودي عربستان په مدینه ښار کې په سرکونو هغه بورډونه بدل کړای شول، چې پرې په سور رنګ (یوازې د مسلمانانو لپاره) لیکل شوي و، اوس يې رنګ او لیکل دواړه بدل شوي دي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د مدینې ښاروالۍ دا بورډونه بدل کړي دي او د (یوازې د مسلمانانو لپاره) پر ځای يې اوس په دې بورډونو د (د حرم حد) لیکل کړي دي.

د اخبار ۲۴ د راپور په وېنا، دا بدلون له دې امله راوستل شوی دی، چې حرم ته د نامسلمانانو په ورتګ بندېز دی، خو د حرم نه پرته چې کوم ځایونه دي، هلته نامسلمانان سفر کولای شي.

د مدینه ښار بورډونه

همدا راز د مدینه ښار د سرکونو بورډونو شکلونه هم بدل شوي دي. مخکې په دې بورډونو د عربۍ لرغونی رسم الخط لیکل شوی و، چې اوس پرې مدني رسم الخط لیکل شوی دی، چې ډېر عام دی.

د يادولو وړ ده چې د مدینه ښار سیمې په ۸ برخو وېشل شوي دي، چې له حرم پرته نورو ټولو سیمو او ځایونو ته د نامسلمانو په ورتګ هېڅ بندېز نشته، یوازې حرم ته په ورتګ يې بندېز دی.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …