کورپاڼه / تجارتي ليګونه / که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي
ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند تجارتي لیګ (ای پي ايل) لغوه شي، نو د هند کرکټ بورډ ته به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاوان ورسېږي.

د يادولو ده چې ای پي ايل کې د کورونا ویروس د خپرېدو څخه وروسته دغه سیالۍ تر نامعلومه نېټې پورې ځنډول شوي دي، که څه هم ډېر سخت احتیاطي تدابیر نیول شوي و، خو بیا هم له کورونا څخه بچ نه شو.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د بي سي سي ای یو غړي رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي، چې که چېرته دا سيالۍ لغوه شي، نو د سپانسر او براډکاسټ په برخه کې به د هند کرکټ بورډ دوه زره یا دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم ويلي دي، که چېرته یوه اندازه ولګول شي، نو ښايي ۲۲۰۰ کروړه روپۍ تاوان وي، چې دا ۲۲ میلیارده روپۍ کېږي.

په راپور کې دا هم ویل شوي دي، چې د هند کرکټ بورډ تر څنګ به د لوبډلو مالکان هم له تاوان سره مخ شي، خو د هغوی د تاوان په اړه نه دي ويل شوي، چې له څومره تاوان سره به مخ شي.

د يادولو وړ ده چې ای پي ايل کې لومړی د کلکته نایټ رایډرز دوه لوبغاړي په کورونا اخته شو، چې له هغه وروسته د چینای سوپر کنګز درې کسان او نن بیا د سنرایزرز حېدراباد او ډيلي کاپیټلز لوبډلو ۱-۱ لوبغاړی په کورونا اخته شو، چې له امله يې هند کرکټ بورډ د ای پي ايل پاتې سیالۍ تر نامعلومه نېټې پورې وځنډولې.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …