کورپاڼه / سياست او روانې چارې / فرانسه د ۱۸ کلنۍ نه کم عمر نجونو په حجاب بندېز لګوي
حجاب

فرانسه د ۱۸ کلنۍ نه کم عمر نجونو په حجاب بندېز لګوي

فرانسه غواړي چې د ۱۸ کلنۍ نه کم عمره نجونو د حجاب په اچولو بندېز ولګوي او په دې اړه د فرانسې په پارلمان کې يوه مسوده هم جوړه شوې ده، چې د منظورۍ لپاره په تمه ده، خو بل خوا په ټولنیزو رسنيو کې د دې قانون پر ضد هم خلک راپورته شوي دي.

په ټولنیزو رسنيو کې د #HandsOffMyHijab هشټاګ ډېر چټک روان دی، دا هشټاګ د ۱۶ کلنې مریم لپاره شروع شوی و، مریم د یوې مسلمانې کورنۍ نجلۍ ده او هغه وايي چې حجاب يې د پېغمبر حضرت محمد صلي الله علیه وسلم سره د مینې څرګندونه ده.

مریم په دې ورځو کې په حجاب کې د فرانسې په سرکونو او کوڅو کې ګرځي، خو له هغې سره دا ویره ده چې ډېر ژر به له هغې څخه د حجاب د په سرولو حق واخیستل شي، ځکه چې د فرانسې د پارلمان غړو يې د بندېز لپاره قانون جوړ کړی دی، تر څو په عامه ځایونو کې د ۱۸ کلنۍ څخه کم عمره نجونې باید حجاب ونکړي.

په دې اړه مریم له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې حجاب زما د پېژندنې برخه ده، که څوک ما له په زوره له دې څخه منع کوي، نو دا ډېر سپک کار دی، زه نه پوهېږم چې ولې داسې قانون تصویبېږي چې توپيري چلند لري.

د يادولو وړ ده چې په فرانسه کې په ۲۰۰۴ کال کې په دولتي ښوونځيو کې د اسلامي سکارف په اچولو بندېز ولګېد او په ۲۰۱۰ کال کې بیا په کوڅو، پارکونو، دولتي ودانۍ، سرکونو او عامه ځایونو کې د پوره مخ پټولو حجاب باندې بندېز ولګول شو.

دا هم ولولئ

د نن ورځې (چارشنبه) اختر اعلان، د وزیرستان هلال کمېټۍ پر ضد پاکستاني پولیسو ګام پورته کړ

د وزیرستان د رویت هلال کمېټې پرون د میاشت لیدو ۹ شهادتونو ترلاسه کولو وروسته …