کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په خپله لوګو کې بدلون راوست
رایل چېلنجرز بېنګلور، ویراټ کوهلي

رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په خپله لوګو کې بدلون راوست

په هند تجارتي لیګ (ای پي ايل) کې د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې خلکو ته د ماسک استعمال لپاره په خپله لوګو کې بدلون راوست او له خلکو يې غوښتنه کړې، چې له کوره راوځئ، نو ماسک اچوي.

رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په خپل ټویټر اکاونټ کې د نوې لوګو عکس خپور کړی دی، چې په لوګو کې نور څه بدلون نه دی راوستل شوی، خو یوازې زمري ته پکې ماسک اچول شوی دی.

ار سي بي د لوګو د بدلولو په اړه لیکلي دي، چې دا مهمه نه ده چې تاسې څوک یئ، خو کله چې له کوره راوځئ، نو ماسک اچوي. موږ دا لوګو د ټولنیزو رسنیو په خپلو ټولو اکاونټونو کې لګوو او دا به تر هغې پورې لګېدلي وي، تر څو چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نه وي ختم شوی.


د يادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د رایل چېلنجرز بېنګلور او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېده، خو د کورونا ویروس له امله وځنډول شوه، ځکه چې د کلکتې د دوه لوبغاړو د کورونا ویروس ټېسټونه مثبت راغلي و.

خو پرون ځینې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې، چې له امله يې د هند کرکټ بورډ د ای پي ايل سیالۍ تر نامعلومه نېټې پورې وځنډولې، دوی وويل، چې له کرکټ څخه ورته د لوبغاړو او خلکو روغتیا مهمه ده.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …