کورپاڼه / بېلا بېل / په خوب کې ځنګل، خولۍ او نجلۍ سره جنګ کول څه تعبیر لري؟
خوب

په خوب کې ځنګل، خولۍ او نجلۍ سره جنګ کول څه تعبیر لري؟

هر خوب يوه ځانګړې معنا لري، ډېر داسې خوبونه شته چې بېخي بې معنا هم وي، خو هر خوب بيا هم یو نه یو تعبیر لري، چې هغه ښه هم کېدای شي او بد هم کېدای شي.

نن درسره د یو داسې خوب او د هغې د تعبیر په اړه معلومات شریکوو، چې که يو څوک په خوب کې ځنګل، خولۍ او له نجلۍ سره جنګ وکړي، نو څه تعبیر يې وي.

خوب: ما خوب ولیده چې ما یو چا ته څه ويلي او کنځل مې ورته کړي دي نو هغه زما د نیولو لپاره زما لټه کوي، زه د نیولو څخه د بچ کېدو لپاره په شپه کې ځنګل ته تښتم او بیا بېرته د پولیسو حوزې مخې ته راځم او هلته کېنم، بیا ما خپله خولۍ لیرې کړه، چې څوک مې ونه پېژني، بیا هغه زما د نیولو لپاره یو کس راولېږه نو ما د الله ذکر شروع کړ او همداسې ټوله شپه تېره شوه، خو زه ویده نه شوم.

له هغه وروسته ما یوې نجلۍ ته زنګ وکړ نو له هغې سره مې هم جنګ وشو، هغه نجلۍ هم خلک راغونډ کړل او زما د وهلو هڅه يې وکړه، ماسره موټر و او هغې غوښتل چې زما موټر خراب کړي، ما ډېر په تکلیف له دوی څخه ځان وژغوره، بیا د سهار اذان پر مهال له خوبه رابېدار شوم.

د خوب تعبیر: ځنګل، د خولۍ له سره لیرې کول، د دې دلیل دی چې په ځوانۍ کې دې عملونه سم نه دي، له نجلۍ سره جنګ، د موټر خرابولو کوشش، د دې دلیل دی چې ژر یو څوک تا بلېک مېل کولی شي.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …