کورپاڼه / خپلواک / حشمت شهيدي او منير کاکړ په لوبډلو کې واخيستل شو
حشمت الله شهيدي او منير احمد کاکړ

حشمت شهيدي او منير کاکړ په لوبډلو کې واخيستل شو

خپلواک وېبپاڼه (٤ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکى حشمت الله شهيدي او ځوان ويکټ ساتونکى او توپوهونکى منير احمد کاکړ د غوراوي کمېټې په نوو نوملړونو کې شامل کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د ايمرجينګ اسيا جام سياليو او همدا راز د ويسټ انډيز سره د څلور ورځنۍ تمريناتي سيالۍ لپاره د لوبغاړو نوملړونه خپاره کړل، چې حشمت الله شهيدي او منير احمد کاکړ هم پکې ځاى لري.

کرکټ بورډ د انډي مولز په وينا ليکي، چې په دواړو لوبډلو کې يې وړ او تکړه لوبغاړي غوره کړي دي، تر څو د خپلو سياليو لوبډلو پر وړاندې ښه وځلېږي او برياوې راوړي.

انډي مولز ويلي دي، چې د ويسټ انډيز سره د څلور ورځنۍ سيالۍ لپاره يې هغه لوبغاړي غوره کړي دي چې د بنګله دېش پر وړاندې په وروستۍ ټېسټ سيالۍ کې ښه ځلېدلي و. په دغه نوملړ کې ١٧ کسان شامل دي، چې په وينا يې، د ويسټ انډيز پر وړاندې به له دغه ١٧ کسانو څخه ١٥ کسان غوره شي.

په دغه نوملړ کې راشد خان، اصغر افغان، احسان الله جنت، ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، قېس احمد، اکرام علي خېل، افسر ځاځى، ناصر جمال، ضيا الرحمان اکبر، ظاهر خان پکتين، يمين احمدزى، حمزه هوتک، سعيد احمد شېرزاد او شاپور ځدراڼ شامل دي.افغانستان ٤ ورځنۍ تمريناتي لوبې سکواډ

بل لوري ته غوراوي کمېټې د ايمرجينګ اسيا جام سياليو لپاره هم د افغانستان ايمرجينګ لوبډله اعلان کړې ده، چې سميع الله شينوارى يې لوبډلمشر ټاکل شوى دى او انډي مولز وايي، چې هيله لري دغه لوبغاړي به د هغه په مشرۍ کې ښه وځلېږي او له ياد فرصت څخه به ګټه ترلاسه کړي.

د سميع الله تر څنګ په دغه نوملړ کې منير احمد کاکړ، عبدالمالک، ناصر عمر، بهير شاه، طارق ستانکزى، دروېش رسولي، وحيد شفق، شاهد الله کمال، نجات مسعود، عظمت الله، وفادار مومند، شوکت زمان، عبدالواسع او يوسف ځاځى شامل دي. همدا راز سليم، شمس الرحمان او صدام منګل بيا د احتياطي يا ريزرف لوبغاړو په توګه په دغه نوملړ کې شامل کړاى شوي دي.افغانستان ايمرجينګ لوبډله

کرکټ بورډ وايي، چې د ويسټ انډيز سره به د افغانستان ٤ ورځنۍ تمريناتي لوبه د نومبر په ٢٠مه پيل او تر ٢٣مې نېټې پورې به دوام وکړي، همدا راز ايمرجينګ اسيا جام سيالۍ بيه د ٨ هېوادونو ترمنځ د نومبر په ١٣مه نېټه پيلېږي.

په ايمرجينګ اسيا جام سياليو کې به افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د نومبر په ١٤مه نېټه له پاکستان سره مخ کېږي، د نومبر په ١٦مه نېټه به له عمان سره او په ١٨مه نېټه به بيا له سريلانکا لوبډلې سره مېدان ته کوزېږي. دغه سيالۍ په بنګله دېش کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …