کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان: د میي په دولسمه نیټه به د کوچني اختر سپوږمۍ ولیدل شي

سعودي عربستان: د میي په دولسمه نیټه به د کوچني اختر سپوږمۍ ولیدل شي

د سعودي عربستان د جدې د ستور پېژندونکو ټولنې مشر وړاندوینه کړې چې د راتلوونکي کوچني اختر (عید الفطر) سپوږمۍ به د میي د میاشتې په دولسمه نیټه ولیدل شي.

د جدې د سترو پېژندنې ټولنې مشر وایي چې په هیواد کې به د میي د میاشتې په یوولسمه نیټه په هیڅ کې هم سپوږمۍ ونه لیدل شې، چې په سبب یې ډېر امکان شته چې کوچنی اختر به د میي په دیارلسمه نیټه وي.

دغه ټولنه وایي چې په ټول سعودي عربستان کې به د میي په یوولسمه نیټه چې د روژې د میاشتې د نهه ویشتمې نیټې سره برابره دی، په هیڅ کې هم د اختر سپوږمۍ ونه لیدل شي او سږنۍ روژه به پوره دیرش ورځې وي.

په سعودي عربستان به د کوچني اختر په اړه ددې هیواد ستره محکمه پرېکړه کوي او بیا په رسمي توګه اعلان کوي چې اختر کله دی.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د ذکر شوې ټولنې مشر د روژې په اړه وړاندوینه کړې وه، چې بیا یې وړاندوینه سمه ثابته شوه.

دا هم ولولئ

جاوېد اپریدی او حضرت الله ځاځی

جاوېد اپریدي له حضرت الله ځاځي نه مننه وکړه

د افغانستان چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی چې پرون یې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره …