کورپاڼه / هنر او کلتور / د شاه رخ خان رد کړي فلم د کپل شرما کیریر جوړ کړ
شاه رخ خان او کپل شرما

د شاه رخ خان رد کړي فلم د کپل شرما کیریر جوړ کړ

د هندي سینما مشهور ستوري شاه رخ خان په یو فلم کې د کار کولو څخه انکار کړی و، چې وروسته هماغه فلم د کپل شرما فلمي کیریر جوړ کړ.

د هند مشهور کومیډین او اداکار کپل شرما لومړنی فلم (کس کس کو پیار کرو) و، چې ډېر کامیاب هم شو، خو ډېرو کمو خلکو ته دا معلومات شته، چې په دې فلم کې لومړی شاه رخ خان ته د کار وړاندیز شوی و، خو شاه رخ خان له ډایریکټر ډیویډ دهون سره له کار کولو انکار وکړ او بیا وروسته د دې فلم حقونه عباس مستان واخیستل، چې له کپل شرما سره يې دا فلم جوړ کړ.

ډیویډ دهون چې هندي سینما کې يې ډېر مشهور او کامیاب فلمونه جوړ کړي دي، له دې مخکې يې هم شاه رخ خان ته په فلمونو کې د کار کولو وړاندیز کړی و، چې شاه رخ خان ترې انکار کړی و، د (دیوانه مستانه) په نوم مشهور فلم چې ګویندا او انیل کپور پکې کار کړی و، په دې فلم کې د ګویندا کردار شاه رخ خان ته وړاندیز شوی و، خو هغه پکې کار ونکړ.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دویم ځل ډیویډ دهون د (کس کس کو پیار کرو) فلم وړاندیز شاه رخ خان ته وکړ، دا یو کومیډي او رومانټیک فلم و، خو شاه رخ خان پکې له کار کولو انکار وکړ او بیا دا د کپل شرما د فلمي کیریر لومړنی فلم شو.

لومړی د دې فلم په کیسه کې ۷ ښځینه اداکارانې اخیستل کېدې، خو وروسته بيا دا ۴ ته راښکته شوې. د سرچینو په وېنا، شاه رخ خان ويلي و، چې له ډیویډ دهون سره يې کار نه خوښېږي، ځکه چې د هغه د کار انداز يې خوښ نه دی.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …