کورپاڼه / اسلام / د رسول الله (ص) د خولو نوراني وړانګې او د عایشې (رض) غبرګون

د رسول الله (ص) د خولو نوراني وړانګې او د عایشې (رض) غبرګون

حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها بیانوي چې یو ځل ما څرخۍ ګرځوله او رسول الله صلی الله علیه وسلم زما مخ ته ناست و او خپل بوټان یې ګنډل او پر تندي یې د خولو څاڅکي ول، چې نوراني وړانګې یې کولې.

ددې ښکلي منظر په لیدو حیرانه شوم، نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کله زما حیراني ولیدله نو و یې فرمایل: ولې حیرانه شوې؟

ما ورته وویل چې ستا پر تندي د خولو څاڅکي دي او نوراني وړانګې کوي که چېرته ابوکبیر هذلي (عرب شاعر) په دې حالت لیدلی وې نو باور به کړی و چې ددې شعر مصداق ته یې:

((فَإِذَا نَظَرْتَ إِلٰی أَسِرَّۃِ وَجْہِہٖ
بَرَقَتْ کَبَرْقِ الْعَارِضِ الْمُتَہَلِّلِ))

ژباړه: نو چې کله چې ته د هغه په ځلیدونکې څېره نظر واچوې، نو د رخسار ځلا به درته داسې ښکاره شي لکه په ورېدلو وریځو کې چې بریښنا وځلېږي.

حصرت عایشه رضي الله عنها وایي: ددې په اورېدو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ودرید او زه یې په تندي ښکل کړم او و یې فرمایل: ای عایشې! څه ډول دې چې نن زه خوشحاله کړم له دې الله تعالی ډېر خوښي درکړي.(سنن بیہقی:15427)

دا هم ولولئ

حدیث شریف: د اړمنو کسانو سره مرسته کول صدقه ده

حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه فرمایي چې کله حضرت محمد صلی الله علیه …