کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان پرېکړه کړې چې له خپل فلم څخه ترلاسه شوې پیسې به د کورونا څخه د خلاصون په موخه مصروفوي

سلمان خان پرېکړه کړې چې له خپل فلم څخه ترلاسه شوې پیسې به د کورونا څخه د خلاصون په موخه مصروفوي

د بالیووډ د فلمونو اداکار یا هنرمند سلمان خان پرېکړه کړې چې د خپل راتلوونکي فلم (رادی) چې په اختر به خپور شي، ترلاسه شوې پیسې به د کورونا څخه د خلاصون لپاره وکاروي.

سلمان خان اوسمهال په هند د کورونا د دویمې څپې پرمهال د لیکي د کار کوونکو او نورو اغېزمندو کسانو سره په سخاوت سره مرسته کوي، چې تېره ورځ یې په همدې موخه پخپله د هغه خوراکي توکي معیار وکوت چې د لومړي لیکي کار کوونکو وړل کیدل.

اوسمهال د سلمان خان د پروډکشن شرکت او د زي انټرنیټ په ګډه د کورونا وایروس له اغېزمن شوو سره د مرستې اعلان وکړ او (زي) انټرنیټ د مهاراشترا ایالت د کورونا څخه په موخه کار کوي.

د سلمان خان به د (زي) سربېره په نورو پلیټ فارمونو کې هم خپور شي او ترلاسه شوې پیسې به یې د کورونا پر اغېزمنو او د طبي وسایلو په اخیستلو مصرف کړي.

د یادولو وړ ده چې د سلمان خان فلم (رادی) به د میي د میاشتې په دیارلسمه نیټه د هند پرته د ټولې نړۍ په سینماګانو او په نورو انلاین پلیټ فارمونو خپور شي.

دا هم ولولئ

جیکي شرف: ټایګر راسره وعده کړې چې پخوانی کور به بېرته اخلي

جیکي شرف وایي چې زوی یې ټایګر شرف ورسره وعده کړې چې هغه کور به …