کورپاڼه / خپلواک / سلمان خان: له اوله پوهېدم چې دا فلم به ناکامېږي
سلمان خان

سلمان خان: له اوله پوهېدم چې دا فلم به ناکامېږي

خپلواک وېبپاڼه (٤ نومبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستوري سلمان خان ويلي دي، چې هغه د ثبت په لومړۍ ورځې په دې پوهېده چې (سوريه ونشي) فلم به ناکامېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، سلمان خان ويلي دي، چې هغه له لومړۍ ورځې په دې پوهېده چې د هغه فلم (سوريه ونشي) به ناکامېږي او هغه فلم بيا ناکامه شو.

ايوشمان کهرانه، يامي ګوتم او بهومي پډنيکر د خپل راروان فلم (بالا) د تبليغاتو لپاره د بګ باس ١٣م پړاو خپرونې ته ورغلي و. په دغه مهال ايوشمان کهرانه له سلمان خان نه وپوښتل، چې هغه کوم فلم و چې د ثبت په لومړۍ ورځې وپوهېدې چې دا فلم به ناکامېږي؟

سلمان خان يې په ځواب کې وويل، چې داسې ډېر فلمونه دي چې هغه د ثبت له لومړۍ ورځې پوهېده چې دا فلمونه به ناکامه شي، خو ايوشمان کهرانه ترې غوښتنه وکړه چې د خپل هغه فلم نوم دې واخلي چې هغه له لومړۍ ورځې پوهېده چې ناکامه به وي.

سلمان خان يې په ځواب کې د (سوريه ونشي) فلم نوم واخيست او وې ويل چې د ثبت په لومړۍ ورځې په دې پوهېدم چې دا فلم به ناکامېږي، خو ايوشمان کهرانه او بهومي پډنېکر سلمان خان ته وويل، چې د دوى (سوريه ونشي) فلم ډېر خوښېږي.

د يادولو ده چې په ١٩٩٢ کال کې سلمان خان په (سوريه ونشي) فلم کې کار کړى و، له هغه سره په دغه فلم کې امرتا سنګ او شيبا هم مهم رولونه ترسره کړي و، خو دغه فلم کامياب نه شو.

ايوشمان کهرانه، يامي ګوتم او بهومي پډنيکر د بګ باس ١٣م پړاو دغه خپرونې ته د خپل راروان فلم (بالا) تبليغ ته تللي و. په دغه فلم کې ايوشمان کهرانه د يوه داسې ځوان رول ترسره کوي، چې په سر يې ويښته نه وي. دوى وويل، چې د فلم پېغام يې دا دى، چې تاسې هر څنګه يئ، نو په خپلو سترګو ځان ته وګورئ او د نورو خلکو په خبرو پسې مه ګرځئ، کله چې تاسې ته خپل ځان په خپله ښايسته ښکاره شي، نو ستاسې ټوله نړۍ به ښايسته وي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …