کورپاڼه / هنر او کلتور / د کورونا له امله په ۲ اونیو کې د هند ۱۶ هنرمندان مړه شوي
هندي اداکاران

د کورونا له امله په ۲ اونیو کې د هند ۱۶ هنرمندان مړه شوي

په هند کې د کورونا دویمه څپه له کنټروله وتلې ده، روغتیايي سیسټم يې خلکو ته نه شي رسېدلی، اکسیجن له کمښت سره مخ دي، په روغتونونو کې ځای نشته او د نویو پېښو تر څنګ ډېرو زیاتو خلکو خپل ژوند هم لاسه ورکړی دی.

په داسې وخت کې چې عام خلک له کورونا نه دي بچ، د نورو تر څنګ د سینما سره تړلي خلک له هم کورونا نه دي خوندي او ويل کېږي چې په تېرو دوه اونیو کې ۱۶ هنرمندان مړه شوي دي.

د هندۍ ورځپاڼې (انډین ایکسپریس) د راپور په وېنا، د مۍ په ۶مه نېټه د کورونا له وجې د هندي، تامل او تیلګو فلمونو اداکاره شري پرادا او اداکار پانډو مړه شول.

پانډو ۷۴ کاله عمر درلوده، چې د سویلي هند د فلمونو مشهور کومیډي اداکار و، شري پرادا هم بیا په سويلي هند فلمونو کې ډېر شهرت لرلو. همدا راز د هندي فلمونو اداکاره ابیلاشا پټیل هم په همدغه اونۍ کې د کورونا له امله مړه شوه، چې د (چیچوری، بدرينات کي دلهنیا او ګوډ نیوز) په څېر فلمونو کې يې کار کړی و.

همدا راز د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار بکرم جیت کنور پال چې په (هېټ سټوري، پېج ۳، مرډر ۲ او سیلزمین) په څېر فلمونو کې يې کار کړی هم د کورونا له امله مړ شو او شرن راټور چې سندرغاړی و هم خپل ژوند لهلاسه ورکړ.

د سریالونو او فلمونو اداکار ستیش کال، شوټر دادي، چندرو تومر، سندرغاړی پنډت راجن مشرا، اداکار ویرا ستیدر، کنو پریا، نویین او کشور ننډ لاسکر هم د کورونا له امله سترګې پټې کړې.

د دوی په ګډون په تېرو دوه اونیو کې ټول ټال ۱۶ هغه کسان د کورونا له امله مړه شوي دي، چې په فلمي نړۍ کې په یو نه یو برخه کې کار کوي.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …