کورپاڼه / بېلا بېل / د مولانا طارق جمیل هغه ویډیوګانې چې پښتنو ته يې پکې سپکاوی کړی
مولانا طارق جمیل

د مولانا طارق جمیل هغه ویډیوګانې چې پښتنو ته يې پکې سپکاوی کړی

په پاکستان کې د تبلیغیانو یو مشر مولانا طارق جمیل چې په ټولنیزو رسنیو کې يې هم خلک اوس بیانونه ډېر ګوري، وخت نا وخت د پښتنو په اړه داسې ټوکې او رشخند کوي، چې د پښتنو غصه راپاروي.

تازه په ټولنیزو رسنیو کې د مولانا طارق جمیل هغه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې په پښتنو پسې ټوکې او رشخند کړی دی او د دوی سپکاوی يې کړی دی.

د طارق جمیل دا ویډیوګانې په کوزه پښتونخوا کې پښتانه ډېرې خپروي او له دې امله په نوموړي نیوکې کوي، چې تل په خپلو بیانونو کې پښتنو ته په سپکه ګوري او په پښتون قوم باندې داسې ټوکې کوي، چې بدنام يې کړي.

مولانا طارق جميل چې تر ډېره پورې ورته درباري ملا هم ویل کېږي، ځکه چې هغه د حکومت په هر ناروا کار سترګې پټوي، خو ترڅنګ يې بیا په ټلویزیونونو کې د حکومت او لومړي وزیر د بریا لپاره ځانګړې دعاګانې هم کوي.

هغه په دې وروستیو کې په کراچۍ کې د کالیو یو برانډ هم پرانیستی دی، چې یوازې خولۍ پکې ان یو نیم زر روپۍ بیه لري او د فېشن برانډ نړۍ ته په ورتګ سره هم د خلکو له نیوکو سره مخ دی.

دا هم ولولئ

افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو زېږونکې ښځې خاوند په هغې غټ تور پورې کړ

دوه اونۍ وړاندې د سویلي افریقا څخه یو خبر خپور شوی و، چې یوې ښځې …