کورپاڼه / خپلواک / انيل کپور او ګوويندا په (ديوانه مستانه ۲) فلم کې بيا يو ځای کېږي
ګوويندا او انيل کپور

انيل کپور او ګوويندا په (ديوانه مستانه ۲) فلم کې بيا يو ځای کېږي

خپلواک وېبپاڼه (۵ نومبر ۲۰۱۹): د هندي سينما نامتو فلمي ستوري انيل کپور او ګوويندا د خپل کامياب فلم (ديوانه مستانه) بله برخه ۲۲ کاله وروسته جوړوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، نامتو فلمي ستوري انيل کپور او ګوويندا يو ځل بيا د خپل کامياب فلم (ديوانه مستانه) په بله برخه کې يو ځای کېږي.

په ۱۹۹۷ کې نندارې ته وړاندې شوي فلم (ديوانه مستانه) کې انيل کپور، ګوويندا او جوهي چاوله کار کړی و، چې دغه فلم خلکو ډېر خوښ کړی او يو بريالی فلم و، تازه انيل کپور او ګوويندا د دغه فلم د بلې برخې جوړولو اعلان کړی دی.

انيل کپور د جان ابراهيم سره د نچ بليی په ۹م سيزن کې د ګوويندا سره وليدل. د دغه ليدنې پر مهال نوموړي وويل، چې ما او ګوويندا ډېر وخت وروسته سره وليدل، نو په دې موقع غواړم چې يو ځانګړی اعلان وکړم او هغه دا چې موږ په ګډه د (ديوانه مستانه ۲) فلم جوړوو.

د يادولو ده چې په (دیوانه مستانه) فلم کې روينه ټندڼ هم راښکاره شوې وه او هغه به د (ديوانه مستانه ۲) برخه هم وي. په دغه فلم کې به جان ابراهيم هم کار وکړي.

انيل کپور او ګوويندا په لومړي ځل په (اوارګي) فلم کې ګډ کار کړی و، خو هغه کامېډي فلم نه و، له هغه وروسته دواړو بيا د ډيويډ دهون په (ديوانه مستانه) فلم کې کار وکړ، چې دا يو کامېډي فلم و او خلکو ډېر خوښ کړ. همدا راز دواړو په وروستي ځل په (سلام عشق) فلم کې کار کړی و چې دغه فلم نيکل اډواني جوړ کړی و.

د انيل کپور او جان ابراهيم راروان فلم پاګل پنتي دی، چې دا هم يو مزاحيه فلم دی او انيس بزمي جوړ کړی دی. دغه فلم د نومبر په ۲۲مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي او له دغه دواړو پرته پکې اروشي روټيلا، اليانا ډي کروز او ارشد وارثي هم کار کړی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …