کورپاڼه / روغتيا / د خټکي د استعمال هغه ګټې چې تر اوسه به مو نه وي لوستي

د خټکي د استعمال هغه ګټې چې تر اوسه به مو نه وي لوستي

د خټکي د نوي ډول لومړی پیداوار په ۱۹۷۰ کال په فلسطین کې وشو، خټکی د خپل شین رنګ او ښه خوند له مخې ډېر مینوال لري. ویل کېږي چې د خټکي په جوړښت کې د ویټامین شمېر بې ډېر وي، غوړ پکې کم وي او د معدني موادو یوه ښه ذخیره هم ده، چې ګټې به یې دلته ولولو:

  • د زړه د روغتیا لپاره: د خټکي په جوړښت کې پوتاشیم وي چې د زړه د اړوندو ناروغیو لکه د لوړ فشار مخنیوی کوي.

  • د میکروبو پر وړاندې مزاحمت کوي: خټکی په بدن کې د میکروبونو، وایروس او نورو ناروغیو څخه ژغوري.

وزن کموي: خټکی پخپل جوړښت کې په ډېره اندازه اوبه لري چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي او کلیسترول هم کموي.

  • زخم ښه کوي: په خټکي کې د کولیجن ماده وي چې د زخمونو په ښه کولو کې مرسته کوي او پوستکی د لمر له وړانګو څخه خوندي ساتي.

  • د غاښونو لپاره: خټکی د کلسیمو یوه ښه ذریعه ده چې د هډوکو او غاښونو په جوړښت اغېزمن رول لوبوي او پیاوړي کوي یې.

  • د امیندوارو میرمنو لپاره: خټکی د فولیک اسیدو یوه ښه ذریعه ده نو ځکه خو د امیندوارو میرمنو لپاره ګټور ګڼل کېږي.

  • سرطان لپاره: خټکی د انټي اکسایدو په درلودلو د ټولو سرطاني ناروغیو په مخنیوي کې ګټور ګڼل کېږي.

  • د سترګو لپاره: د خټکي په جوړښت کې بیټا کیروټین وي چې د سترګو لپاره ګټور وي.

د هضم لپاره: خټکی د اوبو او فایبرو یوه ښه ذریعه ده چې پر هضم اغېزې کوي او د خېټې دردونه کموي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې استعمال یې ویښته ځواکمن، ګڼ او اوږده ساتي

غیر صحت مند او نامناسب خوراک د بدن ترڅنګ د ویښتو لپاره هم زیانمن وي …