کورپاڼه / خپلواک / د (پاني پت) فلم ټرېلر خپور شو
پاني پت

د (پاني پت) فلم ټرېلر خپور شو

خپلواک وېبپاڼه (۵ نومبر ۲۰۱۹): د احمد شاه بابا او د مراټيانو ترمنځ په پاني پت کې د هند د تاریخ تر ټولو سترې جګړې باندې جوړ شوي فلم (پاني پت) ټرېلر څو دقيقې مخکې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو.

په دغه فلم کې سنجي دت د احمد شاه بابا رول لوبولی دی، همدا راز ارجن کپور بيا د سداشيو راو بهاو کردار لوبولی، چې د مراټيانو د سلطنت مشر دی.

د دغه ټرېلر نه ښکاره کېږي، چې په فلم کې د مراټيانو پاچاهي او مېړانه ښکاره شوې ده، چې هغوی په ډيلي بريد کوي او په هند کې خپله واکمني اعلانوي.

په فلم کې یو ډايلاګ راځي، چې په دې ځمکه هېڅوک نشته چې د مراټيانو پر وړاندې ودرېږي، خو همدغه وخت يو بل کس ورته وايي، چې شته او هغه څوک احمد شاه ابدالي دی.

همدا راز يو کس وايي، چې د احمد شاه ابدالي هندوستان ته د راتګ مطلب دا دی چې په ټول هند بريد شوی دی. بل کس وايي، چې دا ځل احمد شاه ابدالي له ځان سره ۱۰۰ زره پوځيان راوستي دي.

همدا راز په يو بل ډايلاګ کې ويل شوي دي، چې تېر ځل چې احمد شاه ابدالي هند ته راغلی و، نو اووه ورځې د جمنا (سيند) اوبه سرې وې.

همدا راز په يوه ډايلاګ کې احمد شاه ابدالي (سنجی دت) وايي، چې کوه نور په ډېره خوارۍ ترلاسه کېږي، په غلا يې نه شي اخیستلی. همدا راز سدا شیو راو بهاو ته چې کله د احمد شاه ابدالي د ورتګ خبر رسېږي، نو هغه وايي چې دا ځل به موږ هغه دروو.

له دغه ټرېلر څخه څرګندېږي چې د هندوستان مسلمان مشران، چې هغوی د رياستونو مشري په غاړه لري، له احمد شاه ابدالي سره ولاړ دي او هغه دې ته هڅوي، چې که يو ځل دې مراټيان مات کړل، نو ټول هندوستان به ستا وي.

احمد شاه ابدالي په خپل يو بل ډايلاګ کې وايي، چې موږ به مراټيان ټول ختم کړو، يو مسلمان نواب ورته وايي، چې زموږ ټوله وسله ستا سره ده. همدا راز سدا شيو راو بهاو په خپل يو ډايلاګ کې وايي، چې باید ابدالي ته پته ولګي چې د هندوستان په خاوره مېړني لا هم شته دی.

احمد شاه ابدالي په خپل يو بل ډايلاګ کې وايي، چې اوس زموږ ترمنځ هېڅ سيند نشته، سدا شيو راو بهاو ورته وايي، چې اوس زموږ ترمنځ د پاني پت دا مېدان پروت دی.


احمد شاه ابدالي يو مهال چې د سدا شيو راو بهاو سره مخامخ دی، ورته وايي چې د ځمکې د يوې وړې ټوټې لپاره خپل ځان وژنې، نو سدا شيو راو بهاو ورته وايي، چې د خپلې يوې موټې خاورې لپاره هم خپل سر ورکوم.

د (پاني پت) فلم له ټرېلره معلومېږي چې دا فلم د مراټيانو له نظره جوړ شوی دی. مراټيان چې د خپلې پاچاهۍ ساتنه يې کوله او له افغانستان څخه د دوی پر ضد احمد شاه ابدالي د سل زره پوځيانو سره هندوستان ته ورغلی او هلته د ځايي مسلمان مشرانو په مرسته يې مراټيانو ته ستره او تاريخي ماته ورکړه.

د فلم پوره کيسه خو به هله معلومه شي، چې کله دغه فلم نندارې ته وړاندې شي، دغه فلم د راروانې مياشتې په ۶مه نېټه په سينما کې نندارې ته وړاندې کېږي، خو له دې فلم څخه دا ښکاري، چې د احمد شاه ابدالي سپکاوی پکې نه وي شوی، بلکې يوازې مراټيان پکې ډېر مېړني ښودل شوي دي.

د يادولو ده چې د دغه فلم د لومړي پوسټر خپرېدو سره سم په افغانستان کې پرې خلکو نیوکې هم وکړې او د اطلاعات او کلتور وزارت او له حکومت يې غوښتنه وکړه، چې تر خپرېدو مخکې باید دغه فلم وګوري، ځکه چې احمد شاه بابا ته پکې سپکاوی نه وي شوی. خو ويل کېږي چې سنجي دت هم دا خبره ياده کړې ده او ويلي يې دي، که چېرته احمد شاه ابدالي په دغه فلم کې سم نه وای ښودل شوی و، نو هغه به په دغه فلم کې کار هم نه وای کړی.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …