کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده او د ۴ لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۶۸ منډې وکړې، چې سبابه هم توپ وهنه وکړي.

دغه لوبه چې نن ورځ د زمبابوې په کوربتوب په هرارې کرکټ لوبغالي کې پیل شوه، د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

پاکستانۍ لوبډلې د نن ورځ ټول (۹۰) اورونه ولوبول، د ۴ په سوځیدو یې ۲۶۸ منډې جوړې کړې اږ سبا ورځ به بیاهم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړي.

د پاکستان له لورې په توپ وهنه کې اظهر علي ۱۲۶ او عابد علي په ۱۱۸ منډې وکړې، خو فواد عالم، عمران بټ او بابر اعظم بیا ښه ونه سوځیدل او په ګډه یې ۱۰ منډې هم جوړې نه کړې.

د زمبابوې له لورې په توپ اچونه کې بلیسینګ موزرباني ښه ځلیدلي او درې پاکستاني لوبغاړي یې سوځولي او ترڅنګ ریچارډ نیګروا هم د یوې ویکټې په اخیستلو توانیدلی دی.

د یادولو وړ ده چې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته ستره ماتي ورکړې وه.

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …