خپلواک وېبپاڼه (۵ نومبر ۲۰۱۹): د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ په دریمه شل اوريزه سيالۍ کې د اسټراليا لوبډلې لپاره سميت په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د پاکستان لوبډلې ته يې په ۷ ويکټو ماته ورکړه.
پاکستان د اسټراليا په سفر دی چې هلته له اسټراليا لوبډلې سره د درې شل اوريزو او دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کوي. د شل اوريزو لوبلړۍ دويمه سيالي د اسټراليا په کانبرا کې ترسره شوه.
په پيل کې د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې افتخار احمد ۶۲ ناسوځېدلې او بابر اعظم ۵۰ منډې وکړې. د اسټراليا له لوري اشټون اګر ۲، کين ريچارډسن او پاټ کومينز ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۵۱ منډو د هدف په تعقيب کې که څه هم د اسټراليا توپوهونکي په پيل کې لږ کمزوري و، خو کله چې سټيوين سميت توپوهنې ته راووت نو چټکه توپوهنه يې پيل کړه او اسټراليا يې بريا ته ورسوله. د اسټراليا لوبډلې ياد هدف په ۱۸.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او پاکستان ته يې په ۷ ويکټو ماته ورکړه.
د اسټراليا له لوري سټيوين سميت ۸۰ ناسوځېدلې، بين مکډيرموټ ۲۱ او ډيويډ وارنر ۲۰ منډې وکړې. د پاکستان له لوري محمد عرفان، محمد وسیم او محمد عامر ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سټیوين سميت ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې باران پاکستان وژغوره او دغه لوبه بې پايلې پای ته ورسېده، همدا راز د درې شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې اسټراليا د يوې بريا سره مخکې دی، چې دريمه او وروستۍ شل اوريزه لوبه به د نومبر په ۸مه نېټه د اسټراليا په پرت ښار کې ترسره کېږي.