کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: موږ بشپړ تيارى نيولى، هيله ده چې ښه به وځلېږو
راشد، نبي، رحمت او نجيب

راشد خان: موږ بشپړ تيارى نيولى، هيله ده چې ښه به وځلېږو

خپلواک وېبپاڼه (٥ نومبر ٢٠١٩): د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وايي، چې د ويسټ انډيز پر وړاندې يې سياليو ته بشپړ چمتووالى نيولى دى او هيله يې ښکاره کړې ده چې ټول لوبغاړي به ښه وځلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه يوه ويډيو خپره کړې ده، چې پکې د هند په لکنو ښار کې افغان لوبغاړي تمرينات کوي. په دغه ويډيو کې راشد خان وايي، چې د دوى تمرينات ښه روان دي او دلته د مخکې راتللو هدف يې همدا و، چې د دې ځاى له هوا، پيچونو او لوبغالي سره ځان بلد کړي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ سره په لوبډله کې ځوان لوبغاړي هم شته او له ويسټ انډيز سره په تمريناتي سيالۍ کې ښه وځلېدل. هغه وايي هيله ده چې دا ځوانان به په نورو سياليو کې هم ښه وځلېږي او په موږ باندې به بوج کم وي.

راشد خان په خپلو خبرو کې وويل، چې پرون په تمريناتي لوبه کې موږ هم ويکټې له لاسه ورکړې، خو په دې پيچ توپوهنه سخته ده، لکه څنګه چې ويسټ انډيز هم له مشکلاتو سره مخ و. هغه وايي چې د دغه تمريناتي لوبې هدف هم دا و چې له پيچ سره بلد شو او د نورو رسمي سياليو لپاره بشپړ تيارى ونيسو. هغه وايي چې موږ په تمريناتي لوبه کې کومې تېروتنې وکړې، هڅه به وکړو چې هغه بيا تکرار نه کړو.راشد خان ١

د افغانستان تجربه لرونکي لوبغاړي محمد نبي وويل، چې په لومړي ځل د لکنو په دې لوبغالي کې لوبې کوي، خو دلته يې تمرينات ترسره کړي دي او ټول لوبغاړي د سياليو لپاره چمتو دي. هغه وايي چې هڅه به مو دا وي چې سبا ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو.محمد نبي

همدا راز رحمت شاه هم په خپلو خبرو کې وويل، چې تمرينات يې ښه روان دي، د دغه ښار له هوا سره بلد شوي دي، د پيچ او لوبغالي سره هم بلد شوي دي. هغه وايي چې له ويسټ انډيز سره يې مخکې هم لوبې ترسره کړي دي او همدا راز تېره ورځ يې ورسره تمريناتي لوبه هم وکړه، نو دوى د ويسټ انډيز له لوبغاړو سره هم پوره بلدتيا لري.رحمت شاه

نجيب الله ځدراڼ بيا وويل، چې د ويسټ انډيز پر وړاندې سياليو لپاره يې په لکنو کې لس ورځې تمرينات وکړل او بشپړ چمتوالى يې ورته نيولى دى. هغه وايي چې په تمريناتي سيالۍ کې هم روزونکي دوى ته پلان ورکړى و، چې که منډې ډېرې نه کوئ هم پروا نه کوي، خو د ويسټ انډيز له توپوهونکو سره ځان بلد کړئ او هغوى ولوبوئ.نجيب الله ځدراڼ

د يادولو ده چې افغانستان د ويسټ انډيز لوبډلې کوربه ده، چې دواړه لوبډلې به د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او يوه ټېسټ سيالي ترسره کړي. د افغانستان او ويسټ انډيز لومړۍ يو ورځنۍ لوبه سبا (د نومبر ٦مه) د افغانستان په وخت ماسپښين يوه بجه پيلېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …