کورپاڼه / بېلا بېل / په غرونو کې ورکه شوې ښځه ۶ میاشتې وروسته پېدا شوه، خو د ژوندي پاتې کېدو لپاره يې څه خوړل؟
خېمه

په غرونو کې ورکه شوې ښځه ۶ میاشتې وروسته پېدا شوه، خو د ژوندي پاتې کېدو لپاره يې څه خوړل؟

هغه ۴۷ کلنه ښځه چې په غرونو کې ورکه شوې وه، ۶ میاشتې وروسته وموندل شوه، چې نوموړې هلته ۶ میاشتې د ګیاه، پاڼو په خوړلو او د اوبو په څښلو ځان ژوندی ساتلی و.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، دا پېښه د امریکې په یوټاه کې شوې ده، چې دغه ورکه شوې ښځه ۶ میاشتې وروسته وموندل شوه. نوموړې د ځنګلونو د ساتنې ادارې کارمندانو موندلې ده.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د دغه ښځې د لټولو لپاره لومړی د ځینو ادارو کارمندانو هڅه وکړه، خو د څو ورځو له لټون وروسته یې بیا د څو ورځو لپاره دا لټون پرېښود.


خو څو ورځې وړاندې د دغه ښځې د لټون لپاره یو ځل بیا هڅې پيل شوې او د ځنګل ساتنې ادارې په ځنګل کې يو ډرون پېدا کړ، چې هماغلته دا ښځه هم پېدا شوه.

دغه ښځې شپږ میاشتې په دغه ځای کې تېرې کړې وې او د ځان د ژوندي ساتلو لپاره يې ګیاه او پاڼې خوړلې او همدا اوبه يې څښلې. پولیس وايي، چې دغه ښځه اوس په روغتون کې ده او داسې فکر کېږي، چې ښايي ځينې ذهني ستونزې ولري.

دا هم ولولئ

افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو زېږونکې ښځې خاوند په هغې غټ تور پورې کړ

دوه اونۍ وړاندې د سویلي افریقا څخه یو خبر خپور شوی و، چې یوې ښځې …