کورپاڼه / خپلواک / د سشانت سنګ راجپوت قضیه؛ څېړنیزو ادارو لویه بریا ترلاسه کړه

د سشانت سنګ راجپوت قضیه؛ څېړنیزو ادارو لویه بریا ترلاسه کړه

د هندوستان د نشه یي توکو د مخنیوي ادارې (این سي بي) د محروم اداکار یا هنرمند سشانت سنګ راجپوت په قضیه کې لویه بریا ترلاسه کړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د ادارې ادعا کړې، چې د سشانت سنګ راجپوت د قتل په قضیه کې د نشه یي توکو د څېړنې پرمهال د نشه یي توکو یو پلورنکی نیولی دی.

ددې ادارې د مشرانو پر وینا ویل کېږي چې دغه شخص هیمل شاه نومېږي او دده نوم د سشانت سنګ له مړینې وروسته د نشه یي توکو په اړه د څېړنو له مخې څرګند شوی.

دوی وایي چې د نشه یي توکو دغه پلورونکی نېولی او محکمې ته یې معرفي کړی هم دی. باید یاده کړم چې سشانت سنګ تېر کال د جون په څوارلسمه نیټه پخپل کور کې مړ موندل شوی و.

ددې د مړینې د څېړنې زوایه په بالیووډ کې د نشه یي توکو د استعمال تر څېړنې پورې ورسیده او (این سي بي) ادارې څېړنې پیل کړې.

دې ادارې د سشانت سنګ راجپوت پخوانۍ ملګرې اداکاره یا هنرمنده ریا چکرورتي هم نېولې وه چې بیا بې په ضمانت سره خوشې کړه.

دا هم ولولئ

مدينه

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وروستی صحابي څوک او کله وفات شو؟

صحابي هغه شخص ته ویل کېږي، چا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل …