کورپاڼه / خبرونه / د شاهد اپريدي د منافقت په مخ څپېړه

د شاهد اپريدي د منافقت په مخ څپېړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او الراونډر لوبغاړی شاهد اپریدی چې په اصل کې پښتون دی، خو د خپل منافقت له امله تل يې د فلسطین او کشمیر لپاره غږ پورته کړی دی، خو یوه ورځ يې هم په افغانستان کې د افغانانو لپاره غږ نه دی پورته کړی.

تازه یو ځل بیا شاهد اپریدي په خپل ټویټر کې د فلسطین غم ژړلی دی، خو تېره ورځ چې کابل په وینو سور شي، هغه شاهد اپريدي ته نه ښکاري، پاکستان کې د مشهورو پښتنو د لیرې نظرونه کار کوي، خو د نږدې نظر يې کار نه ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډایریکټر رییس احمدزي په همدې خاطر شاهد اپريدي ته حقیقت ښکاره کړی دی او ورته يې لیکلي دي، چې اپریدی صېب په افغانستان کې هم هره ورځ مسلمانان شهیدانېږي، خو تا يې يوه ورځ هم غندنه ونه کړه.

رییس احمدزی او شاهد اپریدی

د يادولو وړ ده چې شاهد اپریدی هر وخت د کشمیر په تړاو هم په ټولنیزو رسنیو او رسنیو کې خبرې کوي، چې بېرته د هندي لوبغاړو له سخت غبرګون سره هم مخ کېږي.

په پاکستان کې د عوامي نېشنل ګوند نه پرته هېڅ ګوند ته هم دا نه ښکاري چې د يوې پېښې چاودنه وکړي، خو د فلسطین او نورو لیرې پرتو هېوادونو لپاره يې د منافقت اوښکې تویوي، له دې څخه د پاکستان د منافقت مسلماني په څرګند ډول معلومېږي او دا هم ترې په واضحه ښکاري چې په افغانستان کې ورځ د پاکستان لپاره هېڅ د منلو نه ده.

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …