کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکارې له خپل مېرني ورور سره واده کړی
جویریه عباسي

پاکستانۍ اداکارې له خپل مېرني ورور سره واده کړی

د پاکستاني فلمونو او سریالونو مشهورې اداکارې جویریه عباسي تازه دا راز افشا کړی دی، چې پخوانی خاوند يې مېرنی یا مېریزی ورور هم و، چې د دې راز له افشا کولو وروسته تر سختو نیوکو لاندې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، جویریه عباسي د یو خصوصي ټلویزیون په یوه خپرونه کې مېلمنه وه، چې هلته يې د خپل پخواني خاوند شمعون عباسي سره د خپلې يوې بلې خپلوۍ په اړه هم معلومات شریک کړل.

جویریه عباسي په خپلو خبرو کې وويل، چې د هغې مور او د هغې پخواني خاوند شمعون عباسي پلار واده کړی و، زه د خپلې مور د لومړي خاوند څخه زېږېدلې یم او شمعون بیا د خپل پلار د لومړنۍ مېرمن څخه زېږېدلی دی، نو هغه زما مېرنی یا میریزی ورور هم دی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by juvaria abbasi (@juvariaabbasi)


جویریه عباسي چې اوس ۴۸ کاله عمر لري، په ۲۰۰۷ کال کې د شمعون عباسي (يعنې د خپل مېرني ورور سره) واده کړی و، چې په ۲۰۰۹ کال کې يې ترې بیا طلاق واخیست.


جویریه عباسي په مشهورو پاکستاني سریالونو (دل، دیا دهلیز، تمنا، ګسي پټي محبت، تانا بانا، دوراها، بی قصور، بدګمان او رقص بسمل) کې کار کړی دی.

خو د دې راز له افشا کولو نه وروسته چې هغې د خپل مېرني ورور سره واده کړی او څو کاله دواړو د ښځې او خاوند په څېر تېر کړي دي، په ټولنیزو رسنیو کې په نوموړې سختې نيوکې شوې دي.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …