کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اکاش چوپړا د ای پي ایل غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی
راشد خان او اکاش چوپړا

د اکاش چوپړا د ای پي ایل غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی

په هند کې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس له امله تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلي دي، خو کومې لوبې چې ترسره شوې، په هغې کې د هند د کورنیو لوبغاړو تر څنګ ډېر بهرني لوبغاړي هم ښه وځلېدل.

د هند پخواني کرکټر او کمنټېټر اکاش چوپړا بیا د ای پي ایل د بهرنیو لوبغاړو د خپلې خوښې ۱۱ کسیزه لوبډله جوړه کړې ده، چې راشد خان هم پکې غوره شوی دی.

په دې لوبډله کې فاف ډوپلیسي او جاس بټلر د پیلیز توپوهونکو په توګه غوره شوي دي، چې دواړو په روان لیګ کې ډېره ښه لوبه ترسره کړې او خپلو خپلو لوبډلو ته يې لوبې ګټلې وې.

همدا راز نور هغه لوبغاړي چې اکاش چوپړا د توپوهنې د پوزيشن په ډول غوره کړي دي، هغه په لاندې ډول دي، چې لومړی توپوهونکي، الراونډران او بيا توپ اچونکي دي.

د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې معین علي په دریم، د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ګلین میکسویل په څلورم، د همدغه لوبډلې اې بي ډیویلیرز په پنځم، د ممبۍ انډینز کیرون پولارډ په ۶م، د کلکته نایټ رایډرز انډري رسل په اووم، د راجستان رایلز کریس موریس په اتم، د چینای سوپر کنګز سام کران په نهم، د سنرایزرز حېدراباد راشد خان په ۱۰م او د ممبۍ انډینز ټرینټ بولټ په ۱۱م مقام غوره کړي دي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان که څه هم په زیاتو لوبو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه، خو سنرایزرز حېدراباد سږکال ډېره کمزورې روانه وه او تراوسه پورې يې په یوازې یوه لوبه کې بریا خپله کړې وه.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …